کور / سياسي / په ناورينونو کې ايسار ولس

په ناورينونو کې ايسار ولس

ليکوال, عبدالوحيد وحيد

منم چې افغانان جنګي فطرت لري او د تاریخ په اوږدو کې له يرغلونو او کورنیو شخړو څخه ډک شاليد لري خو دغه قوم د جګړو په ګرم ډګر کې هم خپل ديني، دوديز او کلتوري ارزښتونه لري او ساتلي يې دي. ددغو ځانګړتياو څخه يې له يرغلګرو سره په جګړه او په کورنیو شخړو کې د خپلو سرونو په بيه دفاع کړې ده. هغوی به وطنونه ورانول، دښمن به يې بي رحمه واژه، خو د دښمن سرتورو، مېرمنو، ماشومانو او سپین ږیرو ته به یې څه نه ویل. د غیرت، عزت او عفت  معیارونو به د افغان تاریخ غوښنه برخه جوړوله
اوس خو نو يادش لخير! هغه ارزښتونه څوک نه پيژني. جګړه ليونې شوې ده. په ځان هم خوله لګوي. په خپلو بچيانو هم حمله کوي. تورسري، سپين ږيري، ماشوم، مسجد، هديره، جنازه، ملا، مامور او طالب العلم هم خوري.
لنډه دا چې، د افغانستان په خاوره روانه اوسنئ پيچلې او له ګږليچونو ډکه جګړه د تاریخ په اوږدو کې تر ټولو مرموزه، بې اصولو له وحشتونو ډکه جګړه چې، څو سرونه او څو لکئ لري. څوک ورته د جهاد او له هيواد څخه د دفاع درجه ورکوي، څوک يې پردئ، ناروا او حرامه جګړه ګڼي. څوک یې ورور وژنه بولي، څوک یې د پاکستان-هندوستان د نيابتي جګړې سیالئ ګڼي، څوک يې د سعودي او ایران مذهبې تقابل، څوک يې د چین- امریکا اقتصادي تصادم ګڼي، څوک یې د نشه یې توکو کاروبار، څوک یې د فساد پایله، څوک یې د ملت د غفلت خوب، څوک یې غربت او بېکاري پايله او څوک یې هم د بعضو افغان سیاسي ‌مشرانو د وجدان د نه شتون محصول ګڼي،  چې خپل اولادونه او کورونه ساتي ‌خو د غریب بچي په مختلفو پلمو له تېغه تېروي.‌
هر څه چې وي هر نوم چې ورکوو او هره ټاپه چې ورباندې لګوو خو جګړه روانه ده؛ هره ورځ سپین سرې میندې د ځوانيمرګو زامنو د ټوټه شوي جسدونو ترڅنګ ناستې وي، ساندې غږوي او هره ورځ سپین ږیرې بې وزله پلرونه د خپلو قربانې شوو بچو لپاره د قبر ځایونه لټوي.‌

په ښارونو کې د مړو خښولو ځایونه کم شول، کلیوال پر جنازو ستړي شول، امریکا ستړې شوه، د خليج پاچاهان او اميران په لومړي ځل پر افغانانو دردمن ښکاريږي. اقلاً اوس  د سمون او بدلون په لټه کې دي، خو زمونږ د واک او ځواک وږي تږي مشران زمونږ مغصوبه حق سوله لاهم خپل مال ګڼي. يوازې په اختر مبارکي مو غولوي او د پسه په پوستين کې پټ شوي پردي ليوان  لا هم زمونږ په وينو خپلې شاړې دښتې خړوبوي. څوک راباندې له امریکا څخه امتياز اخلي، څوک د کشمير د ازادي مسئله راسره تړي او څوک نورې معاملې راباندې کوي.
بدبختانه زمونږ وروڼه لا اوس هم د یوه بل وژلو ته تیار ناست دي. ‌په جګړه کې هېڅ اسلامي سره خطونه نه مني. هيڅ نړيوال جنګي کودونه نه مراعاتوي،  ټولې سرې کرښې شاته پرېږدي. هم ځان وژني هم خپل ورور وژني، هم خپل بچيان يتيمان کوي او هم د خپل خورکئ د اوربل ګل رژوي. ‌په دې جګړه کې که یوه اړخ جومات شهید کړ او بل اړخ د دښمن په کور ورغی سپين ږيري تورسرې او ماشومان يې هم ووژل.
که یوه اړخ په یوه ګوله ډوډئ پسې ورک حکومتي مامور وواژه، نو بل اړخ هر پټکی لرونکی او ږیرور سړی د طالب په نامه ګوانتانامو، بګرام او پلچرخې ته واستاوه. همدغه راز که یو اړخ بېچاره انجنير غرغره کړ، نو بل اړخ په کليو کې په ودونو بمبارونه وکړل او ښادئ یې وغمولې.

په دې جګړه کې داسې بوږنونکې او شرمونکې کارونه وشول چې تاریخ یې په یادولو ژاړي او زه يې په تکرارولو د شرم احساس کوم ، خو موږ بې حسه له درد او درک څخه محروم انسانان لاهم هم غاړه هسکه هسکه کوو او پر خپلو کړو وحشتونو ویاړو.

د بېچاره انسانانو وژل، بندي کول، تښتول، اخلاق له منځه وړل، ملت کلونه کلونه شاته وړل، فساد کول، جګړه لکه لنګه غوا لوشل او په سلو نومونو د وینو تويولو دغه لړئ ته دوام ورکول زموږ د معاصر تاریخ توره برخه شوه.

که له يوې خوا زما د وطن طالب او عسکر د سر په بدل کې د خيالي دښمن نیزې ته سینه سپر کوي، جنګ کوي خو د هېواد بعضې مشران یې پر وینو قمار وهي، وژني یې، هیروي یې، ‌طالب او افغان سرتېري دواړه د دغه وطن بچېان دي.

منم چې  طالب او عسکر نن یو بل ته په سنګر کې ناست دي، خو يوه ورځ به دواړه خواوې حتماً پوهيږي چې د هغوى ترمنځ جګړه هيڅ معنوى اړخ نه لري. دواړه به سوله کوي، ‌خو مخکې له دې چې سوله راشي، راځئ د دغه وطن دنګ دنګ ځوانان د دې بې خونده او بې رنګه جګړې ښکار نه کړو.
را ځئ هڅه وکړو چې د نورې وینې له تویېدو مخنیوی وکړو.‌ اوس سوله اړينه ده. نور باید د ټولو سرونه خلاص شوي وي چې جګړه د ستونځو حل لاره نه بلکه په ستونځو کې د ساه ختلو لامل ده. که اوس مو د سولې لپاره فرصت ترلاسه کړ نو بايد چې اعظمي ګټه ورڅخه پورته کړو.
په دې کې هېڅ شک نشته چې په جګړو کې تر مذاکراتو مخکې مرحله ډېره حساسه وي. شدت زیاتېږي، وژنې کېږي او د جګړې هر لورئ  بل لوري ته خپله ځواکمنتوب نندارې ته وړاندې کوي، مګر دغه فرمول په بې دینه، لامذهبه، ظالمه او وحشي ټولنه کې د منلو وړ دی. کله چې د افغان جګړې دواړه طرفونه مسلمانان او افغانان دي، د دوی ترمنځ د جګړې شدت افغانان مسلمانان وژلی شي ‌او بس.

زمونږ غوښتنه داده چې  طالبان او افغان حکومت دواړه خواوې جګړه ايزې مانورې پرېږدي. له هوايي او خيالي نړئ څخه راووزي د حقائقو په هنداره کې وګوري. د وخت او ځانګړې زماني مقطع حساسيت درک کړي. د دوى ترمنځ روانه جګړه د هغوى جګړه نه، بلکه د دواړو خواوو د نابودي او رسوايي جګړه ده

.