کور / راپور / چارواکي وايي، په اروزګان کي مو لسګونو طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده

چارواکي وايي، په اروزګان کي مو لسګونو طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده

د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چي په تېرو دوو ورځو کي ئې د عملياتو پر مهال ۶۵ طالب وسلوالوته مرګژوبله اړولې ده.

د کندهار ولايت څخه لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه عمليات د افغان امنيتي، دفاعي، کمانډو او هوايي ځواکونو په ګډه همکاري ترسره سوي دي.

خبرپاڼه زياتوي چي د طالبانو پرضد دغه عمليات د ارزګان د ترینکوټ په شرقي او غربي سیمو، دهراود، دواب، دره ګوهر ګین، چهارچینو، د ګیزاب په رباتک، نیک اباد بازار او چهارچینو په هوشي سیمه کي سوي دی چي پر مهال ئې ۲۳ طالب وسلوال وژل سوي او ۳۲ نور ژوبل دي.

خو د دغه عملياتو او طالبانو ته د ور اوښتي مرګژوبلي په هکله تردامهاله طالبانو څه نه دي ويلي.