کور / اقتصادي / شمالي وزیرستان سوداګر وايي، د پوځ په عملياتو کي دوی ته تر ۲۰ اربه زيات تاوان اوښتی

شمالي وزیرستان سوداګر وايي، د پوځ په عملياتو کي دوی ته تر ۲۰ اربه زيات تاوان اوښتی

د شمالي  وزيرستان سوداګر وایي، چي د پاکستاني پوځ په عملياتو کي دوی ته تر ۲۰ اربه روپيو زيات زيان اوښتی دی.

دغه سوداګر چي تېره ورځ د احتجاج په توګه په مرکز ميرامشاه کي راټول سوي وه، وويل چي د پوځ په عملياتو کي يواځي اولسي وګړو ته زيان اوښتی او د ترهګرو په نوم چي کومي خبري کېږي، هغه ترهګر اوس هم فعال دي او هيڅ زيان ورته نه دی اوښتی.

دغه سوداګرو وويل، چي د ضرب غضب عملياتو کي ددوی سوداګريز مالونه، دوکانونه او مارکېټونه د پوځ لخوا وسوځول سول او په لوی لاس ددوی سوداګرۍ ته زيان واړول سو.

پاکستاني پوځ په کال ۲۰۱۴ کي په شمالي وزيرستان کي  د ضرب غضب عمليات پيل کړل، چي په سلګونو پښتانه ئې ووژل او په لسګونو زره نور بې کوره سول او سوداګري په ټپه ودرېدل .