کور / راپور / عاطف مشعل: پاکستان د افغان ملکيتونو غصب ته ملا تړلې ده

عاطف مشعل: پاکستان د افغان ملکيتونو غصب ته ملا تړلې ده

په پاکستان کي افغان سفير عاطف مشعل وايي، چي پاکستان د افغان ملکيتونو د غصبولو لړۍ پيل کړې ده.

ښاغلي مشعل په يوې مرکه کي ويلي، چي په سيستماتيکه توګه دلته پاکستان کي ځيني کړۍ سته چي د افغانستان ملکيتونو ته زيان اړوي او د هغه د غصبولو هڅي کوي.

ښاغلي مشعل پر پاکستاني حکومت ږغ کړی، چي له دغه کړنو څخه لاس واخلي او حالات ترينګلي نه کړي.

څو ورځي وړاندي په پېښور کي پر افغان مارکېټ پاکستاني پوليسو چاپه ووهل او له مارکېټ څخه ئې د افغانستان بيرغ راکښته کړ چي په غبرګون کي ئې افغانستان په پېښورکي خپله کونسلګري وتړل.

مشعل وایي چي ټول موارد ئې د افغانستان له مرکزي حکومت سره شریک کړي دي او دوی یې باید په اړه اقدامات وکړي.