کور / طنز / فلسفي طب

فلسفي طب

په دې نړۍ کښي قاتلان  یا جنایت کاران  ډیر ژر مشهوره کیږی دا ځکه قتل او جنایت کول خپل ځانګړي مهارت او د وسپني زړه غواړي  چي د هر شوده- موده کار نه دی ؛هر څوک نه شوای کولای  قاتل او جنایت کار شي دی خلکو ته  بیا سیاست –میاست داسی اسانه  دی لکه د توت خوړل. خو  په بیلو بیلو کارو کي ریکارډ ټینګونه  هم د شهرت لامل کیږی  ډیر خوړل، ډیر ځغستل ډیر خندل ډیر ژړل… هر شی ډیرډیر
 خو یو ډاکټر  د فلسفي طب  په کشف سره مشهور شو
هغه په خپل یو نامتو کتاب د« فلسفي طب اساسات  » کي لیکلی دی : انسان یو عجیب  او غریب حیوان دی چي هره ناروغی د هغه په اعصابوژوره اغیزه کوی نو دا کار  د هغه  ځیر والی  او پام لږوی او درک  يي بي سمته کوی نو ځکه یو ځای يي درد کوی او هغه بل ځای ته اشاره کوي…
 هغه بل ځای لیکي د انسانانو ټول بد او ښه  کړه په فلسفی طب درمل کیدای شی دبېلګي په توګه جنایت کارو ته که  د وقایي په اساس د اسکارس درمل وکړ شی ډیره ګټه کوي همداسي رشوت خور ته د اسهال دوا ،سیاست وال ته د کوخ دوا…
هغه وایي یو ناروغ د کلمو ددرده  شکایت کوی نومتخصص ډاکټر هغه ته د  لاندی اندوسکوپی   وکړه  خو ډاکټر  چي به   هر ځای ته اشاره وکړه چي دا ځای درد کوی ؟
ناروغ به ویل : پورته لږ پورته  په اخیر کي مالومه شوه چي د هغه ستونی خوږیدی
 نو د هغه په اند د ناروغانو  خبرو ته باید پام ونه شی  ؛ باید ډاکټر  تصمیم ونیسی چي اصلاً د هغه کو م ځای ځوزیږی نو په دی اساس تداوی تو پير کوی
نو د نوی تیوری په اساس  ډاکټر دناروغ په لیدو سره  تصمیم نیسي چي د هغه کوم ځای خوزیږی او کوم ځای يي باید عملیات شی
د چا چي سر درد کوی هغه د پښو دوا ؛ او د چا چي ګیډه خوزيږی هغه ته دسترګو دوا ورکول  دهغه کار دی
د یوجنایت کار یوه  سترګه يي ورعملیات کړل د سیاست د ناروغ یوغوږ يي پري کړ
په دي ترتیب  هر چا چي به د دي ډاکټر نوم واوریده دا ټوله  سیاسي ناروغی  به يي  له وجوده ووتې

اوس هغه د زورورو میلتو په مشوره د یوکال لپاره افغانستان ته راځي .