کور / تازه خبرونه / د اطلاعاتو او کولتور وزارت د بې سرحده ژورناليستانو راپور رد کړ

د اطلاعاتو او کولتور وزارت د بې سرحده ژورناليستانو راپور رد کړ

د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت چارواکو د بې پولي ژورناليستانو د نړيوالې ټولنې هغه راپور رد کړ، چې ويلي يې دي، افغانستان د بيان د ازادۍ په برخه کې په شا تللی دی.


د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت سلاکار نجيب الله منلي ويلي دي، افغان دولت د بيان  ازادۍ ته پوره ژمن دی او هڅه کوي رسنيو ته د فعاليت زمينه نوره هم برابره کړي.


 


دغې ټولنې په خپل کلني راپور کې ويلي دي، چې افغانستان د بيان د ازادۍ په برخه کې ۱۲ نومري له لاسه ورکړي دي او  د بيان د ازادۍ د مصئونيت له مخې له ۱۳۰ نمبر هېواد نه ۱۴۲  ته په شا تللی دی .


 


خو د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت سلاکار نجيب منلي له سره دغه ارزونه ناسمه وبلله او ويې ويل، افغانستان غوندې جګړه ځپلی هيواد بايد له نورو هېوادونو سره په يوه تله کې ونه تلل شي.


منلی وايي د بيان ازادۍ ته تر ټولو لوی ګواښ د دولت د مخالفو وسلوالو ډلو له خوا دی،څوک چې دده په وينا د بيان په ازادۍ باور نه لري.


منلی سربېر پردې چې وايي، دولت د بيان ازادۍ ته پوره متعهد دی، دا هم مني چې له دولت نه هم ځينې داسې زور واکې کړۍ راټولې دي، چې ښايي د مطبوعاتو د نيوکو تاب ونه لري.


 


دى زياتوي : ((زموږ دولت تر اوسه پورې يو ضعيف دولت دی، موږ تر اوسه پورې دومره نه يو توانيدلي چې په دولت کې پوره اصلاحات راولو او بل داچې په افغانستان کې دېرش کاله جنګ د زغم کلتور له منځه وړی دی، زموږ عام خلک هم  زغم کم لري او ګواښ ډېر کوي، نو هغه کړۍ چې د دولت په چوکاټ کې راټولې شوې وي، وسلې لري، منافع لري، ښايي د ژورناليستانو په وړاندې له ګواښ  نه کار واخلي.))


 د يادولو وړ ده چې په تېرو څو مياشتو کې په افغانستان کې د دوو ښځينه وو په شمول څو تنه ژورناليستان ووژل شول او همداراز يو شمېر ژورناليستان د دولتي اراګانونو له خوا ونيول شول.


 


ژمن