کور / z_buitenland_news -- 5 / جرمني:د افغانستان ۲۶۰ کاليزي جشن ولمانځل شو

جرمني:د افغانستان ۲۶۰ کاليزي جشن ولمانځل شو

د افغانستان ۲۶۰ کاليزي جشن د جرمني په هورت نومي ښارګوټي کښي ولمانځل شو.


په غونډه کښي د افغانستان، امريکا، انګلستان او د اروپا د بېلابيلو هيوادونو برسېره په سلګونو افغان پوهانو، ليکوالو او فرهنګپالو برخه اخيستې وه.


د غونډي خاص مېلمانه: ښاغلی سرمحقق عبدالله خدمتګار بختانی، استاد حبيب الله رفيع، پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ، ليکوال او څېړونکی ښاغلی محمدمعصوم هوتک، ليکوال او شاعر ښاغلی اسحاق نګارګر او يو شمېر نور درانه عالمان وو.


په غونډه کښي د علمي مقالو تر څنګ د مشاعرې او د موسيقۍ برخه د پام وړ وې؛ او همدارنګه د غونډي د مشرتابه پلاوي له خوا د لر او بر په نوم نوې ويبپانه په رسمي ډول پرانستل شوه.





غونډه مازديګر پيل او د شپې پر درې بجو پای ته ورسېده.


يادونه: د غونډي تفصيلي راپور به وروسته د ډيرو په زړه پوريو عکسونو او وېډيو کليپونو سره يو ځای د لر او بر ويپپاني  له لاري خپور شي.