کور / خبرتیا او پيغامونه / د نوي افغانستان دجوړيدو د ۲۶۰ کال نړيوالي څيړنغونډي ته دغازي محمدجان خان علمي او مشورتي ټولني پيغام

د نوي افغانستان دجوړيدو د ۲۶۰ کال نړيوالي څيړنغونډي ته دغازي محمدجان خان علمي او مشورتي ټولني پيغام

د نوي افغانستان   د ۲۶۰ کلیزې په ویاړ په جرمنی کې د جوړ شوي نړیوال جشن ټولو ښاغلو او آغلودرنو ګډون کونکو ، برخه والو  او میلمنو ته د غازی محمد جان خان د علمي او مشورتي ټولنې په استازیتوب  ددغه سترې ناستې په مناسبت مبارکی وایم او د الله (ج) له سپیڅلی دربار څخه  تاسوټولو راټولو شوو درنو او قدرمنو پوهانو ، ادیبانو، مشرانواو کشرانوته سترې بریاوې  غواړم .
ډیرې بریاوې مو په برخه شه !
په قدم ، قلم او درهم مو برکت شه  !


ليکوال او شاعر ښاغلی محمد نعيم حقمل


درنو او قدرمنو پوهانو!



 د غازی محمد جان خان علمي او مشورتي ټولنه د افغانستان په دې ستونزمنوشرایطو او حالاتو کې


دې دا ډول سترې  ناستې او جشن د رابلل کیدو او جوړیدو هرکلۍ کوی او ټولو پریکړو ته یې د قدر په سترګه ګوری . د ټولنې مشرتابه پلاوی  او ټول غړی  له هر هغه قدم او پریکړې سره چې د هېواد او ولس ملی ګټې ، ارامی ، ثبات او پرمختګ په کې خوندي وي ، ځانونه ژمن بولی او په دې لاره کې هر ډول مرستې ته تیار دی .


قدمنو برخه والو !
  دغه جشن او ناسته په داسې مهال کې جوړیږی چې زموږ هېواد د تاریخ په دې نازک پړاو کې  د ټوټې کیدو له ستر ګواښ اوستر بشری ناورین سره مخامخ دی . ولس مو وږۍ ، تږۍ اولڅ دی .اداری فساد،  نشه یی توکو او ترهګریزو پیښو مو ټول ملي او دودیز ویاړونه تر سوال لاندې راوستې او د کمزورې ادارې او واکمنانو له امله ورو په ورو ټول ولس له ښې راتلونکې  څخه  بې برخې کیږی . چې دا هر څه تر ډیره بریده د سیاسی مصلحت  له مخې ددولتی ادارې د جوړیدو،د ټولنې پر واقعیتونو سترګو پټول او تن نه ورکول او ځینو مشخصو ډلو ټپلو ته د امتیاز ورکولو له کبله پر خلکو تپل کیږی .


 دم ګړۍ  د دولت  او ولس تر مينځ د لري والي او بې باورۍ واټن مخ په ژوریدو دی اوله دې سره جوخت د دښمنیو او تعصبونو لړۍ یو ځل بیا په پراخیدو ده . هر څه ته د شک او دښمنۍ په سترګه کتل کیږی . ولس هم په دوه لاره کې بند پاتې دی او ډیره سخته به وی چې کوم لوری ته مخه کړی .په داسې ترینګلو او سختو شرایطو کې د دوست او دښمن ، تیری کونکی او لاس نیونکی توپیر او پیږندل هم ستونزمن کار دی . د ولس په یو والی او د هېواد په سمسورتیا، ارامتیا او پرمختګ مونه ګاونډیان او نه د نړۍ ځینې کړۍ خوشحاله دی او ځینې بیا را ته په بربنډه توګه د هېواد او ولس غلیمان روزی او په خپلو کې مو یو پر بل وژني .


درنو عالمانو !
  ټولنه د ناستې او جشن  پلاوی او ټولو درنو برخه والو ته د ویلو ډیر څه لری خو دم ګړۍ وړاندیز کوی چې راتلونکی ناسته او جشن دې دافغانستان د ننه جوړه شي. همدا شان وړاندیز کووچې ګډون وال دې په خپلو پریکړو سره افغان دولت او نړیواله ټولنه دې ته  وهڅوی چې د اوسنیو حالاتو دکابو  کیدو لپاره څه ډول مشخصه ستراتیږی لری  او که نه ؟


وړاندیز کوو چې تاسو پوهان ، څیړونکی او عالمان د خپل هېواد او ولس لپاره څه لری ؟ موږ غوره بولو چې تاسو افغان دولت او نړیوالې ټولنې ته دیوې ښې راتلونکې په موخه یو ه تګلاره ورکړئ او پر هغه واقعیتونو یې پوه  او خبرکړی چې لا تر اوسه پرې باور نه کوی .هغه  دا چې مار ته دې په خپل لستوڼې کې نور ځای نه ورکوی  .
ستاسو ټولو د بري  او نیکمرغي  په هیله



محمد نعیم حقمل
د ټولنې منشی
د ۱۳۸۶ کال د تلې ۲۸