دگرجستان د پارلمان ريس د استعفی خبر ورکړ

د لراوبر اداره | نوومبر 25th, 2007


25 ноября..ИТАР-ТАСС.


دنومبر ۲۵


ايتر تاس


دگرجستانن دپارلمان رئيس خبرورکړ چې دگرجستان جمهور رئيس ميخا ئيل ساکا ښوېلي نن دخپل هيواد (گرجستان) پارلمان ته دخپلې استعفا په هکله خبر ورکړ. هغه يادونه وکړه چي دهيواد داساسي قانون له مخې ،تر څوچې دجمهوري رياست مقام ته ټاکني تر سره کېږي دجمهوررئيس دنده دپارلمان رئيس  نينوبوردژانادزی پرغاړه لري ،په نظر کې ده چي په عاجله توگه د۲۰۰۸ کال دجنوري دمياشتي تر پنځمې نېټې پوري دجمهوري رياست مقام ته ټاکنې تر سره شي .


درارسېدلي خبر له مخې دپارلمان سئيس دموقت جمهوررئيس په توگه پخپله دنده پيل کړې ده . دجمهوري رياست دمقام وياند ښاغلي ايوان نونياښوېلي هم دجمهوررئيس داستعفاورکولوداخبر تائيد کړی دی . همدا نن دگرجستان پارلمان پرېکړه وکړه چې دجمهورری رياست لپاره دي په بېړنۍ توگه ټاکنې د۲۰۰۸ کال دجنوري دمياشتي پر ۵ نېټه تر سره شي . 
 


 

Copyright Larawbar 2007-2024