کور / تازه خبرونه / پټان ولسوالي : ٧٢ طالبان ووژل شول

پټان ولسوالي : ٧٢ طالبان ووژل شول

 


  د پکتيا ولايت د پټان  په ولسوالۍ کې  ٧٢تنه  طالبان نن ورځ يکشنبه د ايتلافي ځواکونو په بمباری کې وژل شويدي


 دپکتيا ولايت د امنيې قوماندان سمونوال  عصمت الله عليزي پر وينا چې تير شپه د دولت ضد وسله والو طالبانو په پټان ولسوالۍ بريدکړی وو چې موږ د ځوابيا بريد لپاره د ايتلاف ځواکونو څخه مرسته وغوښته چې دوې هوايي بريد وکړچې  په نتيجه کې ٧٢ طالبانو ووژل شول


عليزې زياتوي چې موږ د جګړې وروسته ١٢ کسان ژوندي هم نيولي دي  چې دا مهال په بند کې ترې پوښتني راونې دي


  خو تراوسه پدې اړه  د دولت ضد وسله والو طالبانو رسنيو ته څه ندي ويلي