کور / راپور / مولانا فضل الرحمن: حکومت دي له عقله کار واخلي، زموږ مخه دي نه نيسي

مولانا فضل الرحمن: حکومت دي له عقله کار واخلي، زموږ مخه دي نه نيسي

د اپوزيسون ګوند جماعت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن وايي، چي که حکومت ددوی د مارش پر وړاندي اقدام وکړ، نو دوی به ئې هم په مقابل کي سخت غبرګون وښيي.

نوموړي چي دا خبري په اسلام اباد کي يوې خبري غونډي ته کولې وويل: “حکومت ته دا خبره کول غواړم چي له عقله دې کار واخلي او زموږ مخه دې نه نیسي او که د تشدد لاره یې خپله کړه نو موږ ته هم د انتقام اخېستو چل راځي.”

مولانا فضل الرحمن د اکتوبرپر ۲۷ نېټه په اسلام اباد کي د حکومت ضد د ستر لاريون د رابللو تابيا نيولې ده او وايي، ترڅو چي عمران خان استعفاء نه وي ورکړې، ترهغو به دا احتجاج روان وي.

په ورته وخت کي د پاکستان حکومتي چارواکو ويلي، چي د مولانا فضل الرحمن د لاريونونو مخه به نيسي او دی به پرې نه ږدي چي اسلام اباد ته د احتجاج لپاره ولاړ سي.

پاکستان دا مهال د سخت سياسي کرکېچ سره مخ دی او موجوده حکومت په کور دننه او بهر د سياسيونو د نيوکو سره مخ دی.