کور / راپور / امريکا پر پاکستان بيا ږغ کړی، چي د حافظ سعيد پرضد دي جدي اقدامات واخلي

امريکا پر پاکستان بيا ږغ کړی، چي د حافظ سعيد پرضد دي جدي اقدامات واخلي

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پر پاکستان ږغ کړی، چي د ترهګري ډلي لښکر طيبې د مشر حافظ سعيدپر ضد دي قانوني ګامونه اوچت کړي.

د سويلي او مرکزي اسیا لپاره د امريکا ځانګړې استازي اليس ويلز ویلي، چي پاکستان بايد د ترهګرو پرضد اړين ګامونه اوچت کړي.

آغلي ويلز په تازه ټويټ کي ويلي، چي دا به خپله د پاکستان په ګټه وي چي د ترهګرو پر ضد رښتيني اقدامات اوچت کړي او د هغوی د ملاتړ څخه لاس واخلي.

نوموړې ويلي، چي د لښکر طيبې ترهګري ډلي او ددغه ګوند د مشر حافظ سعيد پر ضد لا جدي اقداماتو ته اړتيا سته، چي بايد پاکستان ئې وکړي.

حافظ سعيد په نړيواله کچه مشهور ترهګر دی، چي د افغانستان په شمول ئې په ځينو نورو هيوادونو کي ترهګريز فعاليتونه کړي او په سلګونو بې ګناه کسان ئې وژلي دي.

حافظ سعيد په پاکستان کي د حکومت له ملاتړ څخه برخمن دی او دده په مشرۍ لښکر طيبه ګوند  په پاکستان کي په ښکاره فعاليتونه کوي.