ټلګراف: امريکا هڅه کوي طالبان اوربند ته اماده کړي، ترڅو مذاکرات بيا پيل سي
Aziz Rahman Hazim
برتانوۍ ورځپاڼه ټلګراف په يوې مقاله کي ويلي، چي امريکا هڅه کوي د طالبانو سره بيا د سولي مذاکرات پيل کړي.
مقاله د ځينو سرچينو په حواله وايي، چي امريکا د بېلابېلو لارو څخه هڅه کوي چي پر طالبانو فشار راوړي، ترڅو اوربندوکړي.
د مقالې په خبره، د امريکا او طالبانو ترمنځ خبري اتري هم د اوربند او ځينو نورو مسائلو له امله چي طالبان غاړه نه ورته ايږدي د خنډ او ځنډ سره مخ سوې.
د امريکا او طالبانو ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کي نهه ځلي مذاکرات وسول، چي هوکړي ته د رسېدو پر مهال د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ مذاکرات لغوه اعلان کړل. او لامل ئې په کابل کي د طالبانو بريد وښودی، چي د يوه امريکايي په ګډون ئې ۱۲ افغانان ووژل.
ټلګراف لیکي امریکا او د مذاکراتو نور اړخونه هڅه کوي طالبان دې ته تیار کړي چې اوربند ومني او تر هغه وروسته اغېزناک او ګټور مذاکرات بېرته پيل سي.