کور / راپور / کردي ځواکونه د سوري حکومت سره سلا سوي چي په ګډه د ترکيې د بريد مخه ونيسي

کردي ځواکونه د سوري حکومت سره سلا سوي چي په ګډه د ترکيې د بريد مخه ونيسي

د کردانو په مشرۍ د سوريې دموکراتيک پوځ ويلي، چي د سوريې د حکومت سره سلا سوي چي ددغه هيواد شمال ختيځو سيمو ته سوري ځواکونه ولېږي او هلته د ترکي پوځ پر وړاندي د کردانو مرسته وکړي.

د سوريې دولتي ټلويزون هم اعلان کړی، چي د سوريې شمال ته ئې پوځيان لېږلې او هلته به د ترکي د بريد پر وړاندي وجنګېږي.

د سوريې دموکراتيک پوځ چي د داعش پر ضد جګړه کي د امريکا ملګری وو، د ترکيې سره پر پوله کوباني او نور ښارونه ئې په واک کي دي.

وروسته له هغه چي امريکا له سوريې څخه د خپلو پوځيانو د ايستلو اعلان وکړ، ترکيې د سوريې پر شمال ختيځه برخه پوځي بريد وکړ.

کردان وايي، چي د بريد د مخنيوي په خاطر ئې د مرکزي حکومت سره خبری کړي او پر دې سلا سوی، چي سوري ځواکونو ته لار ورکړي، ترڅو د سوريې په شمال ختيځ کي د ترکانو پرضد وجنګېږي.

ترکيه وايي، چي د سوريې دموکراتيک پوځ ترهګر دي او دوی نه غواړي چي د ترکيې سره پر پوله دي دغه ترهګر واکمن وي.

د ترکيې دغه بريد نړيوال غبرګونونه راپارولي دي او د ملګرو ملتونو امنيت شورا پر ترکيې ږغ کړی، چي په سوريه کي خپل بريدونه سملاسي ودروي.