کور / د ډيورنډ کرښه / په محکوم وطن پېښور او ورڅېرمه سيمو کي زلزله سوې ده

په محکوم وطن پېښور او ورڅېرمه سيمو کي زلزله سوې ده

نن دوشنبه سهار بياد افغانستان جنوب لويديځي سيمي او د محکوم وطن ځيني علاقې زلزلې لړزولي دي.

دا زلزله نن سهار پر ۶ بجو سوې او د ريختر په کچه ئې اندازه ۵.۷ درجې ښودل سوې ده.

په پېښور ،ملاکنډ ،چارسده، ،مردان، وزیرستان، دیر،چترال،نوښار، مانسهره،بټګرام کي د زلزلې جټکې محسوس سوي دي. همداراز ورڅېرمه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کي هم د زلزلې جټکې سوي دي.

تېره مياشت هم په محکوم وطن او د هند سرحد ته نژدې د پاکستان په ځينو سيمو کي زوروره زلزله سوې وه، چي پکي ۳۸ کسان وژل سوي او تر ۴۰۰ زيات کسان پکي ژوبل سول.