کور / د ماشومانو نړۍ / روغتيايي چارواکي: په ۳ ورځو کي به اته نيم مليونه افغان ماشومان واکسين سي

روغتيايي چارواکي: په ۳ ورځو کي به اته نيم مليونه افغان ماشومان واکسين سي

د عامي روغتيا وزارت وايي، چي نن دوشنبه د هيواد په ۳۲۴ ولسواليو کي د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پيل سو.

ددغه وزارت چارواکي وايي، چي دغه کمپاين به درې ورځي وخت ونيسي او پکي به اته نيم مليونه هغه ماشومان چي عمرونه ئې تر ۵ کلونو کم وي واکسين کړل سي.

د عامي روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز ددغه کمپاين د پرانستي په مراسمو کي وويل، چي  په دغه کمپاين کي به هغه ماشومانو ته واکسين ورکړل سي، چي په تېر پړاو کي نه وه واکسين سوي.

ښاغلي فيروز له کورنيو څخه وغوښتل چي خپل ماشومان واکسين کړي او د دوی د واکسيناتورانو سره همکاري وکړي.

نوموړي وويل: “د هیواد په یو شمیر سیمو کې د پولیو واکسین د کمپاینونو د اوږد ځنډ او وقفې د راتلو په اړه انديښمن یو چي له امله یې ګڼ شمیر ماشومان د پولیو د لوړ خطر او ګواښ لاندې راغلي، نو دا ډيره مهم خبره ده چي د واکسین څخه پاته سوي ماشومان باید ددې ناروغۍ په وړاندې واکسین کړل سي.”

په دې وروستيو کي د افغانستان په ځينو ولايتونو کي د ګوزڼ مثبتي پېښي ثبت سوي دي، چي مسؤولين ئې لامل د کورنيو لخوا د ماشومانو نه واکسين ګڼي.