کور / رسنۍ / رسنۍ او د هېواد په ثبات کې یې رول 

رسنۍ او د هېواد په ثبات کې یې رول 

 لیکوال:‌ ډاکټر عطاالله زیارمل

متوجه شوي به یاست، چې زموږ افغاني رسنۍ تل په دې هڅه کې وي چې له خلکو مشکلات واوري او د نورو خلکو او هم د حکومت غوږو ته یې ورسوي، هغه هم په دې نیت چې ګویا خپله غاړه یې خلاصه کړې وي او خپله دنده یې په سمه توګه سرته رسولې وي. ځینو رسنیو بیا دغه د مشکلاتو د بیان ټکی دومره ټینګ په غوږ کې نیولی چې سړی دې نتیجې ته ورسېږي چې دوی نوره بله هیڅ کومه دنده نه لري پرته له دې چې خلک د خپلو مشکلاتو په اړه وغږوي او بیا یې نشر کړي. د دوی اصلي رسالت او دنده د کره او بې پرې معلوماتو رسول دي خو په دې ګلګلمېري کې ترې دا دنده پاتې ده او د مشکلاتو په لټه پسې یې دومره راخیستې چې اوس نورې موضوع ګانې ور ته هیڅ اهمیت نه لري.‌ د بېلګې په توګه، که دولت کوم سم کار وکړي او یا د خلکو د هوساینې لپاره کومه پروژه چې همدې عامو خلکو ته یې نېغ په نېغ ګټه رسېږي او د مشکلاتو د حل کولو لپاره یې یوه حللاره بلل کېږي، بیا دا ډول کارونه د دوی لپاره د دوی په اصطلاح دوی ته کوم خبري اهمیت نه لري او وخت ور ته نه ورکوي.

د ځینو به ور ته پام شوی وي چې کله له یوه ولایت څخه یو کس په خپل مسلک او یا هم په یوه برخه کې د رسنیو په اصطلاح ښه خبر ساز شي نو بیا خبریال ور ته ووايي چې دا تاسې خو ډېر ښه کار کړی دی، خو اوس له حکومت څخه څه غواړئ چې تاسې سره په دې برخه کې مرسته وکړي؟ له هغه خوارکي څخه خپله خوښي هېره شي،‌ هغه غرور یې چې مخکې احساساوه چې یو ستر کار یې کړی دی هغه ترې په همدې یوې پوښتنې وتروړي او مجبور شي چې پر خپلې کمزورۍ او بې وسۍ اعتراف وکړي او په ماته غاړه ووايي چې که چېرې دولت له موږ سره مرسته وکړي نو دا او یا هغه کار به ترسره کړم. په دې ډول هغه په ځان متکي کس چې په خپل مسلک کې ښه ځلېدلی و او د نشتو امکاناتو په صورت کې یې دومره بریا ترلاسه کړې وه هغه اوس ځان د خپلو همزولو په منځ کې بریالی نه بولي بلکې زړه ماتی کېږي او د نورو زړونه هم ورسره ماتېږي. سخته ده چې بیا هم دی او یا یې په شاوخوا کې همزولي د نوي ابتکار لپاره سوچ وکړي ځکه دوی ته دا احساس ورکول شو چې د دولت له خوا په تش میدان پاتې کېږي او د مخ ته د تللو لپاره امکانات نه ور ته برابرېږي. په دې ډول رسنۍ د مایوسۍ د احساس په خپرولو کې هم خپله ونډه اخلي.

یوه ورځ په خوست یا کوم بل ولایت کې یوه ځوان یو څه په خپلو امکاناتو جوړ کړي و او د ډېر افتخار خبره وه او هغه هم په ډېر ویاړ سره خپلې لاسته راوړنې له خلکو سره شریکولې خو د اړوندې رسنۍ کوښښ همدا و چې له هغه واوري دا وپوښتي: له دولت څخه څه غواړې چې څه امکانات در ته برابر کړي؟‌ هغه خپلې خبرې د خپلې لاسته راوړنې په اړه اوږدولې خو د خبریال له خوا بیا بیا ور څخه پوښتل کېدل چې څه مشکلات لرئ؟ هغه مجبور شو چې خپل مشکلات ور ته بیان کړي او خبریال خپل خبر پای ته ورساوه چې که داسې ځوانانو ته زمینه برابره شي او امکانات په لاس ورکړل شي نو موږ به د ډېرو لاسته راوړنو شاهدان واوسو او که دولت ور ته امکانات برابر نه کړي نو په دې نشتو امکاناتو باندې به دا ځوانان څه وکړي؟

د رسنېو بله ستونزه دا ده چې دوی د سندرو د خپرولو لپاره ډېر کافي وخت لري خو که یو عالم او په کار پوه کس وغواړي چې د خپل مسلک په اړه معلومات له اورېدونکو او یا لیدونکو سره شریک کړي، بیا د خبریال له لوري ور ته ویل کېږي چې موږ کافي وخت نه لرو دا به په بله برنامه کې ور ته ځای ورکړو.‌ خبرې یې همغلته پرې کوي او یوه مسته سندره اورېدونکو ته نشروي. تاسې خپله فکر وکړئ چې د یوه کارپوه او مسلکي عالم خبره به ښه وه او که تکراري سندرې چې هره ورځ یې ټولې رسنۍ بیا بیا خپروي؟

یوې بلې ستونزې ته مې هم پام شو چې دوی اوس د ترنم او د سندرو د زمزمې سره هم ډېر بې خونده چلند کوي. هر ځای کې به یو کس را ګیر کړي چې لومړی ځان معرفي کړه او په کلي کور کې مو څه مشکلات دي؟ غریب له خپلو ستونزو بیانولو څخه لا خلاص شوی نه وي چې ور ته وايي ته خو یوه سندره زمزمه کړه!‌ زه نه وایم چې سندرې او زمزمې دې په کې نه وي خو دومره هم نه چې نور خلک ټول له سندرو ویلو څخه پرته بل څه نه وايي او نه اوري. د تعلیم او تربیې لپاره ویل کېدل چې باید یو تلویزیوني چینل جوړ کړي چې د زده کوونکو تعلیمي سویه به ورسره لوړه شي او ښوونکي به د مختلفو مضامینو درسونه د همدې کانال له لارې خلکو ته رسوي خو خدای خبر چې دا وړۍ به شړۍ شي. د ښځو د غږ د اوچتولو لپاره هم د ښځو ځانګړی کانال مهم بلل کېده چې باید ور ته امکانات برابر شي. اوس د (زن) په نوم کانال شته خو خپرونې یې د مخاطبینو د ګټې لپاره نه بلکې زیات یې د ساعتېرۍ لپاره ځانګړې شوې وي. که د ساعتېرۍ لفظ ته لږ ښه ځیر شو نو دا پخپله د وخت ضیاع ده خو په لږ څه تفاوت.

په پای کې به همدومره ووایو چې افغاني رسنۍ باید خلکو ته د مایوسۍ پر ځای ډاډ ورکړي او هم د خلکو د مشکلاتو د اورېدلو پر ځای د هغو د هوارولو په فکر شي چې هغوی خپل مشکلات څنګه حل کړي او هم د دولت د مثبتو او ښو کارونو خبرونه هم خپاره کړي که څه هم د دوی د تعریف له مخې خبر جوړونکي نه وي. په دې ډول به یې د هېواد د امنیت او ثبات په برخه کې خپل لوی رسالت پر ځای کړی وي.