کور / هراړخیز / دقام په چيغه کې ګډون

دقام په چيغه کې ګډون

ليکوال:  بشرمل ناصر

دنړۍ قامونه دخپل ازاد ژوند له پاره هڅې کوي د يوه پلان له مخي يې کار پيل کړى دى دهوسا ژوند په خاطر ستړې کوي نارينه اوښځينه برخه په کې اخلي ـ موږ هغه څوک يو چې له داسي فعاليتونو لري پاته يو دځان ګټې لټوو او دقام او وطن په غم کې نه يو ـ چې خپل تجارت يې په درز کې روان وي په هغه خوشحاله وي او لا ديو چا ترشا ودرېږي که هغه دوطن او ولس په زيان تمامېدى دهغه ملاتړکوي له خپل ځانه داتل لقب ورکړي او دهغه اتلولي به داوي چې په يوه مظلوم به يې ظلم کوي د غلا له پاره به يې غټ جوال جوړى کړى وي په سوادي کې به يې خورا دبې عقلۍ سندونه ترلاسه کړي وي او هغه ځوانان چې شعور لري دهغو مخه به يې ډب کړې وي له هرې لارې به ورته خنډونه جوړوي که چيرې ملي ستونزې ته پاملرنه وشي په هغه ستونزه کې برخه نه اخلي ـ موږ او تاسو يې په سترګو وينو چې لراوبر افغان ټکول کېږي هره ورځ يې له کورونو جنازې رواني وې ترهرچا ښه مسلماني او ننګ لري د دښمن ددسيه داده چې ددې قام چيغه خاموشه پاته شي او دخاموشۍ په جامه کې تردې لا ډېر وژل کېږو او له کورونو به بې درکه يو ـ تاسو اوس ودې ته نه پرېږدي چې زه خپل تجارت کوم ددې سکروټي بڅرکي درغورځي او کور دي اور اخلي چې دهغه اور وژنې راشئ په ګډه سره دملي کور او فکر اور وژنه وکړئ  دقهرمانانو په لاره ګامونه واخلو دخپل تاريخ مطالعه وکړو ـ دا ترلمر ښکاره خبره ده چې دواړه طرف ته څوک وژل کېږي او دچا له پاره او ولي ؟
نن دکردانو پېغلې له وروڼو سره په سنګرکې جنګ کوي او موږ دخپلو وروڼو دحق خبره تريوچا رسولاى نه شو ـ د غلامۍ له زندانه به کله او څنګه راوځو ـ دلته هريو کار وبل ته وردغاړې کوي چې زه په دې کې فعاليت نه کوم او زما مسوليت دسياست نه دى چې ترڅو پورې سياسي شعور په ولس کې راغلى نه وي ترهغه وخته به خويندي بې وروره او ښځې به کونډې وي او دمور به شيرين اولادونه ترخاورو لاندې کېږي د يوالي وخت دى چې کردان ازادۍ چيغي کوي او زموږ ځوانان ليکني باندې کوي دشعور وړانکې يې ډېرې شوې دي نو دخپل ولس له پاره دي داسي ليکني پورته کړي دګوتو په شمېر يو څوځوانان ديوالي او دقام دخواخوږئ چيغې کوي که چيري دهغو ځانګړې ګټه وي راځئ ورته ووايو چې داکار پرېږدى او که دقام ګټه وي راځئ چيغه ورسره بدرګه کړئ.