کور / د ډيورنډ کرښه / د وزيرستان خلګ: پوځ ناامني جوړه کړې، ترڅو بيا د پښتنو ټولوژني ته بهانه پيدا کړي

د وزيرستان خلګ: پوځ ناامني جوړه کړې، ترڅو بيا د پښتنو ټولوژني ته بهانه پيدا کړي

د جنوبي او شمالي وزيرستان خلګو انديښنه ښودلې چي په سيمه کي ئې بيا ترهګري پر راپورته کېدو ده.

د سيمي اوسېدونکي وايي، چي په وزيرستان کي بيا د هدفي وژنو او تښتونو لړۍ پيل سوې ده او په رڼا ورځ د پوځ د پلټني پوستو سره خلګ وژل کېږي.

په صوبايي اسمبلۍ کي د جنوبي وزيرستان استازی ميرکلام وزير وايي، چي ددوی په سيمه کي په لوی لاس د خفيه ادارو لخوا ترهګريز فعاليتونه ترسره کېږي، خلګ وژل کېږی او له کورونو څخه اختطاف کېږي.

د ښاغلي وزير په خبره، خلګ اوس په وېره کي دي او نه پوهېږي چي څنګه د پوځ په شتون کي وسلوالو فعاليتونه ډېر کړي دي.

نوموړی وايي، چي دا څنګه کېدای سي چي هلته دي پوځ اپريشنونه کوي او د ترهګرو ځپلو لپاره دي وسله اوچتوي، خو بيا هم ددوی د پوستو سره په رڼا ورځ خلګ وژل کېږي او ددوی د سترګو پر وړاندي مخور کسان اختطافېږي.

د وزيرستان يو فعال حامد وزير وايي، دا اوس ټولو ته مالومه ده چي پوځ ځنګه د طالبانو په نوم فعاليتونه کوي، قومي مخور وژني، مخکښ کسان اختطافوي او څو ورځي وروسته ئې مړي په ډېرانونو کي وموندل سي.

نوموړی وايي، دا هرڅه پوځ کوي او ميډيا د وزيرستان په هکله هيڅ هم نه وايي او که چيري د يوې واقعې خبر ورکوي هغه به هم د پوځ په خوښه وي او د طالبانو په نوم به د نا امنۍ خبرونه نشروي.

پاکستاني پوځ په ۲۰۱۴ کال په وزيرستان کي عمليات وکړل، چي په زرګونو پښتانه ئې ووژل او بې شمېره کسان ئې لادرکه کړل  چي تراوسه د هغوی پته نه ده مالومه.

د وزيرستان اوسېدونکي وېرېږي چي پوځ بيا د نا امنۍ جوړولو هڅه کوي، ترڅو بيا ورته د عملياتو بهانه پيدا سي او د پښتنو ټولوژني ته ملا وتړي.