کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ ولايت كښي د يوې څلور لاري د جوړولو كار پيل شو

ميدان وردګ ولايت كښي د يوې څلور لاري د جوړولو كار پيل شو

د دغه څلور لاري د پرانيستي مراسم د  زمرى په ۲۳ نيټه  د ماسپښين ۲ بجو دميدان ښار په ښار كي ترسره شول پدغو مراسمو كي د ميدان وردګ ولايت والي ښاغلى محمد حليم (فدائي) ترڅنګ د ولايتي شورا غړو، د مايار وردګ شركت رييس او نورو دولتي او نادولتي ادارو ريسانو ګډون كړي وه ، ددغي څلور لاري  وعده  څو ورځي مخکي د نوموړي شرکت رییس د ښاغلی والي صیب سره په یوه لیدنه کړي وه چي اوس یي کار عملاٌ پیل شو.
د ميدان وردګ ښاروال عنايت الله (رسولي) په  وينا  په ميدان وردګ ولايت كي به په نږدي راتلوونكو كي د دري نورو څلور لارو د جوړولو كار پيل شي دغه څلور لاري د كابل بانك، صورت زاده ګروپ او الګوزي شركتونوپه مالي مرسته جوړي شي، داد ميدان وردګ ولايت د والي ښاغلى فدائي د هغو هلو ځلو نتيجه ده چي څو ورځي وړاندي يي په مختلفو غونډو كي دملي پانګوالو څخه غوښتنه وكړه چي د خپل هېواد په ابادۍ او پرمختګ كي د دولت سره اوږه پر اوږه برخه واخلى، او ددي هېواد بيا رغاونه او جوړونه د ټولو هېوادوالو اسلامي او ملي مسؤليت دي.
ديادوني وړ ده چي په نږدي راتلوونكي كي به د ښاغلى والي صيب په ځانكړي پاملرنه  دخصوصي سكتور د پياوړتيا او پانګي اچوني په موخه د ملي سوداګرو يوه غونډه را وبلل شي  په کوم کي چي به د هغو پروژو وړاندیز وشی چي افغان ملی سوداګر کولای  شي جوړي کړي .