کور / تازه خبرونه / په ميدان وردګ ولايت كښي د وليبال سيالۍ ترسره شوي

په ميدان وردګ ولايت كښي د وليبال سيالۍ ترسره شوي

د زمرى په ۲۳ نيټه  دغه سيالۍ د ميدان ښارپه مركزي لوبغالي كي چي څلور ورځي وړاندي  د تركيي ولايتي بيارغاوني ټيم په مالي لګښت او د ميدان ښار د ښاروالۍ په زيار د نشه يي توكو سره د مبارزي په موخه پيل شوي وي  دميدان  وردګ ولايت اړونده ولسواليو څخه (۸۰) ټيمونو پكي برخه واخيسته  چي وليبال سياليو په پايله كي د شيخ اباد اوسپین غر  ټيمونو ترمنځ فاينل لوبه وشوچي  لوبه د سپین غر ټيم په ګټه پاى ته ورسېده، چي لومړی درجه سپین غر دویمه درجه شیخ اباد او درېیمه درجه کلازیارت  ټیم شو.
د لوبو په كټوونكو ټيمونو باندي  دميدان وردګ والي ښاغلى فدائي له لورى  دسپورت (۱۶۰) لباسونه ، كپونه وېشل شول، او همدارنګه  د مايار وردګ شركت لخوا د فاينل دواړو ټيمونو سره (۱۰۰۰۰) لس زره افغانيوو نغده مرسته وشوه.