کور / راپور / د ژورنالستانو او ليكوالانو ټولنه پرانستل سول

د ژورنالستانو او ليكوالانو ټولنه پرانستل سول

په كندهاركښي دافغان ژورنالستانواوليكوالانوپه نوم خپلواكه ټولنه جوړه اوپه رسمي توګه پرانيستل سول.

ديادي سوي تولني دبنسټ اويښودونكوپه ويناچي دوي به په ټول هيواداوپه ځانګړي توګه په سويل لويديزه حوزه كي دليكوالواوژورنالستانودرواحقونوڅخه ددفاع ترڅنګ ددوي دروزني اوهمږغي كولوكوښښونه پيل اوورته به عملاكاروكړي .

داچي دافغان ژورنالستانواوليكوالانودخپلواكي ټولني نوري مسلكي اوكاري موخي څه دي ديايد سوي ټولني مشرنجيب الله اڅګزي دپرانيستونكي غونډي پرمهال په ګوته كړي .

(زموږ دټولني موخه دژورنالستانواوليكوالانودمسلكي كارپه وړاندي دراپيښوخنډونوليري كول ، دهغوي دحقونودفاع ، دځوانوژورنالستانوروزل اوپوهيزه كچه يي لوړول دي)

دكندهاردطلاعاتواوكلتوررئيس عبدالمجيدبابي داګام دټولنيزواړيكواوفرهنګي بنسټونوپه لاره كي ګټوروباله خوترڅنګ يي ددارازټولنوڅخه هم وغوښتل ترڅودملي  ګټواوارزښتونوخوندي كولوپه برخه كي خپلي مفكوري اوتجربي سره شريكي كړي .

دافغان ژورنالستانواوليكوالانودخپلواك يټولني مرستيال ليكوال اوژورنالست احمد فرزان ياده سوي ټولنه دژورنالستانواوليكوالانولومړنۍ ګډه ټولنه وبلل اوزياته يي كړه چي تولي هڅي به يي ددوي دستونزودهواري اوپرمختنګ په موخه وي :

( زموږبه هڅه داوي ترڅوقلموال سره يوكړو، دمسلكي كارپه وړاندي يي پرتي ستونزي هواري كړواوپه ګډه دټولني دپرمختګ لپاره كاروكړو)

دافغان ژورنالستانواوليكوالانودخپلواكي ټولني دغه پرانيستونكي غونډه چي دكندهارداطلاعاتواوفرهنګ رياست دغونډوپه تالاركي جوړه سوي ول نورويناوال ، دسويل لويديځ زون دپوليسودروزني دمركزمشرمل پاسوال نصرالله ظريفي ، د۲۰۵نمبراتل قول اردوافسربريدجنرال احمدشاه خان ، دكندهارپوهنتون استادحيات الله رفيقي او دكابل ولايت پخواني مرستيال والي شيخ عبدالله محسيني وچي هريوه په وارسره ددغي ټولني جوړيدل مهم وګڼل .

ديادولووړده چي تردي وړاندي هم په كندهاريك يوشميرنوري دغه ډول ژورناليستيكي اوفذرهنګي ټولني جوړي سوي خوداچي دغه ټولنه به تركومه خپلوټاكلوموخوته درسيدولارومومي هغه څه دي چي وخت به يي روښانه كړي .