کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دخلګورټل يي لاره نه ده !

دخلګورټل يي لاره نه ده !

 درنوملګروسلامونه اونيكي هيلي مي منئ ، لكه څنګه چي موږ مخكي هم په دي اړه خبري كړي وي ، زمادهغه كالم نوم چي په سورغركي به لړيواله خپريږي (دنن خبره ) دي .هليه من يم چي په ښه مهال داليكنه ترلاسه كړي اودازموږ دكالم يوښه پيل واوسي .مننه ستاسوهمكار / احمد فرزان




افغانستان چي د تيروڅه باندي ديرشوكلونوجګړواونااراميوورته درانه ماديزاومانيززيانونه اړولي ،اولايي هم له سره دجګړوسوځنده لمبي نه دي مړي سوي ،  ايله اوس يي ديوه نسبي سم سمكي اوډسپلين پرلورګام ايښى .

په دغه هيوادكي څوكلني جګړي اوتاوتريخوالي ټولنيزاقتصادله مځكي وهلى ، زراعتي اوصنعتي سيسټم يي وران كړى اوپر هيواد يي دبيسوادۍ ، بيكارۍ اوفقربي خونده سيورى غوړولى دى .

همدااوس چي دهيوادپه ډيروبرخوپه ځانګړي توګه په سويل كي جګړويوځل بيازوراخيستي، دخلګوژونديي سخت له ګواښ سره مخ كړي دي .

تيري څوكلني وچكالۍ اواوسنيونااراميوزراعت ته سخت تاوان پيښ كړي، ډيرى كرهڼيزي مځكي اوباغونه وچ سوي  اوپه كليوالوسيموكي يي  انساني ژوند له خنډ سره مخامخ کړى دى.

کرونده او څاروي چي دهيواد پنځه اوياپه سلوكي اقتصاد جوړوي د له منځه تللو له گواښ سره مخامخ سوي دي ، خلګ پروخت له مځكوحاصلات نه سي اخيستي اوكه يي واهم خلي نوپرسردوخت يي ترماركيټه نه سي رسولاي.

په ټوله كي ، په ليري پرتوسيموكي پراخي جګړي اودقانون نه پلي كيدل هغه څه دي چي خلګ يي په كوردننه كډوالۍ ته اړكړي اوزرګونه كورنۍ يي دښارونولورته راماتي كړي دي.

له ساراووراغلي كډوال چي دژونديوازينۍ اقتصادي منبع باغ اوپټى يي ورڅخه پاته سوي په ښاركي په يوه كنډواله كي اړولي اودعيال دروزۍ لپاره يي دښارپرواټونوكپه ايښي وي اويايي پټوغوړولي وي .

هغوي چي ددوكان دكرايي پيسي نه لري يوازي يي دونه په وس كي وي چي يوڅودستي ګندنه ، څومنه بينډۍ اوياپټاټې په پورودار رانيسي اودسړك پريي پرپټووپلوري .

هغوي چي په خپلوكليوكي دبهرنيوځواكونود دوه پنځوس ډوله الوتكوله بمباراوددولت ضدوسلوالوله ګواښونواوجګړوڅخه ترپوزي راغلي اواندله ژونده بيزاره سوي دهغي لاس ګاډۍ پرته چي په ارګ بازاركي يي دپيازوډكه كړي كومه بله اسره نه لري .

هغه سپين ږيرى چي دپنجوايي ، ژيړۍ ، شاوليكوټ ولسواليواوياهلمند، روزګان اوزابل څخه بيكارۍ اولوږي راپه مخه كړى ، پركوريي بمبارسوي اويايي ځوان زوي په ځانمرګي بريدكي وژل سوي اوپه شاه بازاركي يي كپه ايښي دخپل عيال دمړولولپاره له دي پرته بله چاره نلري، بلكي دهغه لپاره خپله هغه كپه چي سرونيم سرماشومان يي ورباندي مړيږي ، ترژوندهم زيات ارزښت لري .

په داسي حال كي چي قانون يوازي ترنامه پوري محدوددي اودتطبيق بولګه يي هم نه ترسترګوكيږي ، څونه به معقوله وي چي دقانون دتطبيق په پلمه دغه غريب ، بيوزله اوخواريكښ سپين ږيرى له دي ځايه ټيل وهل سي اوكپه يي په چرۍ كي واچول سي؟

ته دي په پام سره چي زورواكانوزرګونه جريبه دولتي ، وقفي اوشخصي ملكيتونه غصب كړي ،اوحكومت  وس نلري چي لاسونه يي لنډاويالږترلږه نومونه يي واخلي ، ايا كيداي سي دسړك پرسرددرول سوي ليړۍ په ايسته كولوسره قانون پلى سي ؟؟

كه لوي څارنوال ونه سي كړاي چي دكابل دشيرپورحكومتي مځكوله غاصبينوپيسي ټولي كړي اويا دښاراوكورجوړولووزيردحكومتي مځكودلاندي كونكوپه افشاكولوكي پاتي راسي نودقانون پلي كولومانابه داوي چي ښاروال دشاه اوارګ بازارونوبيوزله پلورونكي په سوكانوووهي اويايي ليړۍ اوكپي ورچپه كړي ؟؟

داسمه ده جي عامه لاري اودواټونوترغاړي پلي لاري (دري ګزيان) دعاموخلګوملكيت دي اوشخصي ګټه اخيستنه ورڅخه شرعااوقانونا نارواده خوتردي لويه نارواداده چي خلګ له لوږي مري ، بيوزلي اوج ته خيژي اوحكومت يي په اړه لږڅه فكرهم نه كوي .

اياښاروالۍ تراوسه په دي اړه فكركړي چي دغه خلګ چي دوي يي ليړۍ ورچپه كوي ، كپي يي ورڅخه وړي اويا دپليولاروپرغاړه دپنجروپه درولودعيال روزي ورباندي دروي ، به څه كوي ؟ ماښام به عيال ته له كومي ډوډۍ پيداكوي ؟

زه ترډيره يواحساساتي انسان نه يم اونه هم غواړه ليكنه مي يوازي پراحساساتوولاړه وي بلكي په خبرواوليكونوكي استدلال اومنطق ته زيات اهميت وركوم اوله همدي امله دى چي په ښاركي دنظم ، پاكۍ اوډسپلين پريوي سمي اومعقولي طرحي تينګاركوم .

زه نه وايم چي كندهاري نودونه وروسته پاته سي چي پرواټونو، پليولارواوبازارونوباندي دي انډوخره جوړه وي اوښاروالي دي يي په اړه څه نه كوي ، بلكي زماموخه داده چي هرڅه بايددخلګوټولنيز، اقتصادي اوكلتوري وضعيت اودهغوي ذهينيتونوپه پام سره وسي.

دخلګوضرورتونه، اړتياوي مجبوريتونه دي هم په پام كي ونيول سي اودښاردپاكۍ اونظم لپاره دي داسي طرحه په كارواچول سي چي هادچاخبره نه سيخ وسوځي اونه هم كباب ، نه خلګ وترټل سي اونه هم ښارخيرن .