کور / د ډيورنډ کرښه / وزيرستان: د تښتول سويو ډاکټرانو ويډويي پيغامونه خپاره سوي دي

وزيرستان: د تښتول سويو ډاکټرانو ويډويي پيغامونه خپاره سوي دي

په جنوبي وزيرستان کي د برم ته سويو دوو ډاکټرانو ويډيويي پيغامونه خپاره سوي دي، چي پکي دغه ډاکټران له حکومت څخه غوښتنه کوي، چي ددوی په خوشي کولو کي ورسره مرسته وکړي.

د سپټمبر پر ۱۲ نېټه د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کي ډاکټر نورحنان وزير هغه وخت لادرکه سو چي کله د روغتون څخه د کور پر لور روان وو. د همدې يوه ورځ وروسته ډاکټر عبدالله عابد هم لادرکه سو چي له هماغه وخته ئې د ځای ځايګي په هکله مالومات نسته.

د دغه دوو ډاکټرانو د لادرکه کېدو وروسته په وزيرستان کي ډاکټرانو احتجاج وکړ او حکومت ئې په دې تورن کړ چي د ډاکټرانو په امنيت کي پاتي راغلی دی.

د لادرکه سويو ډاکټرانو په يوه تازه ويډيو کي چي ظاهرا د طالبانو په حواله پکي خبري کېږي ياد ډاکټران وايي، چي ددوی په خوشي کولو کي دي صوبايي حکومت مرسته وکړي.

دغه ويډيو د تحريک طالبان پاکستان په نوم د يوې ډلي لخوا خپره سوې ده، خو ځايي خلګ وايي چي دا ډول کارونه د پوځ لخوا کېږي، ځکه په سيمه کي په رڼا ورځ د پوځ د سترګو پر وړاندي خلګ اختطافيږي او هدفي وژنو هم زور اخيستی دی.

ځايي اوسېدونکي وايي، چي دا هرڅه ځکه کېږي چي د پوځ لپاره بيا د اپرېشنونو بهانه جوړه سي او د پښتنو ټولوژني ته لار هواره کړي.