کور / راپور / بدخشان کي هوايي بريد ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې ده

بدخشان کي هوايي بريد ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې ده

د بدخشان ولايت په اردوج ولسوالۍ کي تېره شپه هوايي عمليات سوي چي پکي ۱۵ کسان وژل سوي او شاوخوا ۱۳  نور ژوبل دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، چي په دغه بريدونو کي وژل سوي ټول ملکي کسان دي او کوم وسلوال پکي نسته.

خو د ملي دفاع وزارت وايي، چي په اردوج ولسوالي کي ئې پوځي عمليات کړي او ګڼ شمېر وسلوالو ته ئې مرګژوبله اړولې ده.

په افغانستان کي تر ډېره ملکی وګړي د بمي بريدونو او هوايي بمبارد له امله وژل کېږي چي دې کار د عامو افغانانو ژوند خورا تريخ کړی دی.