کور / اقتصادي / امريکا پر ترکيې تازه بنديزونه ولګول

امريکا پر ترکيې تازه بنديزونه ولګول

امريکا پر ترکيې تازه بنديزونه لګولي او وايي، دا کار ئې پر سوريې د ترکيې د بريدونو د بندولو لپاره کړی دی.

په دغه بنديزونو کي چي ولمسشر ټرمپ تاييد کړل، د ترکيې درې وزارتونه تور نوملړ ته اچول سوي او دهغوی بوديجه کنګل سوې ده.

دغه درې وزارتونه د دفاع، کورنيو چارو او انرژۍ وزارتونه دي چي په امريکا کي به ئې شتمني کنګل سي. همداراز د يادو وزارتونو پر وزيرانو هم بنديزونه لګول سوي دي.

د سپینې ماڼۍ لخوا په خپره سوې اعلامیه کي ویل سوي، امریکا به همداراز پر ترکي پولادو ګمرکي مالیې ۵۰ سلنو ته لوړې کړي او د سوداګرۍ د یوه تړون په اړه به ورسره خبرې ودروي.

ترکيې وروسته له هغه د سوريې په شمال ختيځ کي پر کردانو بريدونه پيل کړل، چي امريکا له سوريې څخه دخپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ.

کردان چي د داعش پرضد جګړه کي ئې مهم رول لوبولی د ترکيې لخوا د ترهګرو په سترګه ورته کتل کېږي.

ټرمپ له سوريې څخه د ځواکونو د ايستلو د پريکړي پر سر د سختو غبرګونونو سره مخ دی او ويل کېږي چي دغه پرېکړي د ترکيې ځواکونو ته لار پرانستل چي پر سوريه بريد وکړي.