کور / راپور / چارواکي: ننګرهار کي مو د داعش مهم قومندان نيولی دی

چارواکي: ننګرهار کي مو د داعش مهم قومندان نيولی دی

د ننګرهار چارواکي وايي، چي ددغه ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کي ئې د داعش ډلي يو مهم قومندان نيولی دی.

د چارواکو په خبره، د ابراهيم په نوم ئې د داعش ډلي يو قومندان د ځانګړو عملياتو په ترڅ کي نيولی دی. او همداراز په دغه عملياتو کي چي د افغان ځانګړو ځواکونو لخوا ترسره سول دداعش ډلي ځيني پټنځايونه ويجاړ سوي او کڼ شمير وسلې او مهمات هم افغا ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

د ننګرهار په اچين، بټي کوټ او ځينو نورو ولسواليو کي درې کاله وړاندي داعش وسلوالو فعاليتونه پيل کړل. خو افغان چارواکي وايي، چي ددغه ولسواليو تقريبا ۹۰سلنه برخه  اوس د افغان حکومت تر واک لاندي ده.

په ننګرهار کي وړاندي د طالبانو او داعش ترمنځ هم خونړۍ جګړې پيښي سوي دي، چي دواړه لوريو ته درنه مرګژوبله پکي اوښتې ده.