کور / راپور / کوټه کي بمي بريد ګڼو پوليسو ته مرګژوبله اړولې ده

کوټه کي بمي بريد ګڼو پوليسو ته مرګژوبله اړولې ده

د کوزي پښتونخوا په مرکز کوټه کي د پوليسو پر ګاډي بمي چاودنه سوې چي ګڼه مرګژوبله ئې رامنځ ته کړې ده.

پېښه د کوټي ښار په ډبل روډ کي هغه مهال رامنځ ته سوې چي ګڼ پوليس راټول سوي وه.

تر دا مهاله د دريو پوليسو د وژني او ۱۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل سوی دی. ويل کېږي چي د ځينو ټپيانو حالت نازک دی.

په دې وروستيو کي د محکوم وطن په بېلابېلو برخو کي د پوځ او پوليسو پر وړاندي بمي بريدونو زور اخيستی دی، چي په بلوچستان کي تر ډېره دا بريدونه بلوڅ بيلتونپال کوي.

د کوټي د نن ورځي د بريد پړه تردامهاله کومي ډلي پرغاړه نه ده اخيستې.