کور / راپور / بلخ ولایت کي د ملي اردو چورلکه لوېدلې

بلخ ولایت کي د ملي اردو چورلکه لوېدلې

د بلخ ولایت مرکز مزارشريف په څنډو کي د ملي اردو يوه چورلکه لوېدلې اوګڼ کسان پکي وژل سوي دي.

د ۲۰۹ قول اردو قومنداني وايي، چي د MI17  په نوم پوځي چورلکه د تخنيکي ستونزي له امله د حيران په دوه لاري کي رالوېدلې ده.

که څه هم تراوسه په پېښه کي د وژل سويو کسانو دقيق شمېر نه دی مالوم.، خو ځيني سرچينې وايي چي په چورلکه کي سپاره اووه افغان پوځيان وژل سوي دي.

دا پېښه پر داسي مهال رامنځ ته سوې چي نن هند د افغان پوځ سره دوې چورلکي مرسته وکړه.