کور / راپور / ارګ: پاکستان دي افغان دولت ته مارکېټ وسپاري، موږ به کونسلګري بېرته پرانيزو

ارګ: پاکستان دي افغان دولت ته مارکېټ وسپاري، موږ به کونسلګري بېرته پرانيزو

افغان حکومت وايي، چي په پېښور کي به هغه وخت خپله کونسلګري بېرته پرانيزي چي کله پاکستان ورته افغان مارکيټ حواله کړي.

د ولسمشر غني وياند صديق صديقي په تازه څرګندونو کي ويلي دي، چي په پېښور کي د افغانستان کونسلګري به هغه وخت خلاصه کړي، کله چي د پاکستان حکومت افغان مارکيټ بېرته افغانستان ته حواله کړي.
تېره ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له افغان دولت څخه غوښتنه کړې وه، چي د کونسلګرۍ د تړلو په پرېکړه دې يو ځل بيا فکر وکړي او خپله کونسلګري دې بېرته خلاصه کړي.

څو ورځي وړاندي په محکوم وطن پېښور کي پاکستاني پوليسو پر افغان مارکيټ بريد وکړ، ګڼ دوکانونه ئې وتړل او پر له هغه ځای څخه ئې د افغانستان بيرغ هم راکښته کړ.