کور / د ډيورنډ کرښه / عاطف مشعل: سياسيون نه سي کولای چي د پاکستاني چارواکو سره د ډيورنډ په هکله وږغېږي

عاطف مشعل: سياسيون نه سي کولای چي د پاکستاني چارواکو سره د ډيورنډ په هکله وږغېږي

 

په پاکستان کي افغان سفير عاطف مشعل وايي، چي افغان سياسيون نه سي کولای چي د پاکستاني چارواکو سره د ډيورنډ کرښي په هکله وږغېږي.

ښاغلي مشعل په يوه تازه مرکه کي ویلي، چي هغه افغان سياسيون چي پاکستان ته ځي، بايد د خپلو ملي ګټو او ډيپلوماټيکو اصولو ته درناوی وکړي.

نوموړي وويل، افغان سياسي څېرې بايد په پاکستان کي د افغان سفارت په همږغۍ خپل سفرونه او ليدني کتني ترسره کړي.

ښاغلي مشعل زياته کړه، چي موږ د پاکستان سره ښې اړيکي غواړو، خو دا اړيکي بايد په متقابل درناوي او قانوني اصولو ولاړي وي.

نوموړي داهم وويل، چي کوم کسان د پاکستاني چارواکو سره د ډيورنډ کرښي په هکله خبري کوي، دا به اولس ته د خائن په توګه ځان ور پېژني. ځکه د ډيورنډ په هکله بحثونه د سياسي چارواکو تر وس لوړه خبره ده .

ډيورنډ کرښه چي د انګرېزي پوځ لخوا د پښتنو د بېلوالي لپاره جوړه سوې يوه غير رسمي کرښه ده چي د افغانستان د ولس لخوا په رسميت نه پېژندل کېږي.

د ډيورنډ کرښي ها خوا د محکوم افغانستان پښتانه هم دغه کرښه يوه منحوسه کرښه ګڼي او وايي، چي په دا ډول فرضي کرښو به د پښتنو ترمنځ بيلتون رامنځ ته نه سي او نه به هم لوی افغانستان سره ووېشل سي.

ښاغلي مشعل پر داسي مهال دا څرګندوني کړي چي دوې ورځي وړاندي پاکستاني پوليسو په پېښور کي پر افغان مارکېټ چي د افغانستان د حکومت ملکيت دی چاپه ووهل او له هغه ځايه ئې د افغانستان بيرغ راکوز کړ.

د پاکستاني پوليسو ددې عمل په غبرګون کي افغان حکومت په پېښور کي خپله کونسلګري د اعتراض په ډول وتړل.