کور / راپور / يوناما: د ټاکنو په ورځ بريدونو کي ډېر ماشومان قرباني سوي

يوناما: د ټاکنو په ورځ بريدونو کي ډېر ماشومان قرباني سوي

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو استازولي  يوناما وايي، چي د ولمسشريزو ټاکنو په ورځ د مرګژوبلي شمېر له هغه څخه ډېر لوړ دی چي مخکي ويل کېدی.

يوناما د سه شنبې په ورځ يو راپور خپور کړ، چي د ټاکنو په ورځ د تاوتريخوالي په پېښو کي شاوخوا ۲۸ کسان وژل سوي او نژدې ۲۴۹ کسان ژوبل سوي دي.

په دغه راپور کي ويل سوي چي د تاوتريخوالي دا پېښي د طالبانو د هغه بریدونو نتيجه وه، چي دغه ډلي د ټاکنو د ګډوډولو لپاره پيل کړي وه.

يوناما وايي، چي په دغه بريدونو کي يو پر دريمه برخه ماشومان زيانمن سوي دي.

په افغانستان مي د ملګرو ملتونو استازی تاداميچي ياماماتو وايي، د ملکي وګړو پر وړاندي سيسټماټيک بريدونه کېدای سي جنګي جرم وبلل سي.