کور / راپور / د لغمان اليشنګ ولسوالي کي ځانمرګي بريد مرګژوبله اړولې ده

د لغمان اليشنګ ولسوالي کي ځانمرګي بريد مرګژوبله اړولې ده

د لغمان ولايت  د الیشنګ ولسوالۍ مخي ته د مازدا ډوله موټر یم چاودنه سوې او مرګژوبله ئې اړولې ده.

پېښه نن سهار ۶  بجې شاوخوا سوې او د پيښي ځای ته نژدې ئې د کورنو ښيښي هم د چاودني له امله ماتي سوي دي.

د لغمان امنيه قومنداني وايي، چي په دغه چاودنه کي  دوه سرتېري وژل سوي او ۶ نور زخمیان دي.

د چارواکو په خبره، ولسوالۍ ته نژدې یوه دیني مدرسه او جومات هم سته،چي د چاودنې د شدت له امله په زده کوونکو باندې د ښېښو راپرې وتو له امله تر ۲۰ پورې زده کوونکي هم ټپیان سوي دي. او د مهترلام ولایتي روغتون ته انتقال سوي دي.

د دغه پېښي مسؤوليت طالبانو منلی او ويلي ئې دي چي په لسګونو افغان سرتېري ئې وژلي دي.

د طالبانو لخوا رسنيو ته په لېږل سوې اعلاميه کي ويل سوي، چي بريد ددوی يوه جنګيالي چي د ننګرهار اوسېدونکی وو کړی او د ولسوالۍ د وادنۍ ترڅنګ ئې د استخباراتو مديريت هم ويجاړ کړی دی.