کور / اقتصادي / نړيوال بانک: د پاکستان اقتصاد نور هم کښته روان دی

نړيوال بانک: د پاکستان اقتصاد نور هم کښته روان دی

 

نړيوال بانک وايي، چي په راتلونکو دريو کلونو کي به د پاکستان اقتصادي حالت نور هم پر ځوړ روان وي او دسيمي د هيوادونو په پرتله به په کښته درجه کي وي.

نړيوال بانک په خپل تازه راپور کي ويلي، چي د پاکستان اقتصادي حالت به د افغانستان ، مالديف، سريلانکا، اندونيزيا، بوتان او هند په پرتله ډېر کمزوری وي.

دغه راپور وايي، چي د پاکستان اقتصادي وده به د ۲۰۱۹ کال په پرتله چي ۳.۳ اټکل سوې ده په ۲۰۲۰ کي به ۲.۴ ته را ټيټه سي. خو په ۲۰۲۱ کال کي به اقتصادي وده ۳.۲۱ ته راپورته سي.

دا مهال پاکستان د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی. او د اقتصادي کړکېچ څخه د خلاصون لپاره دغه هيواد د پيسو د نړيوال صندوق څخه ۶ مليارډه ډالر پور واخيست، خو داسي برېښي چي دغه پور د پاکستان د اقتصاد په راپورته کولو کي د پام وړ رول نه دی لوبولی.

څېړونکي وايي، چي په سياسي او اقتصادي ډګر کي د پاکستان د حکومت پاليسي، د ترهګرو ملاتړ دغه هيواد د ستونزو سره مخ کړی او په نړيوال دريځ کي ئې يواځي کړی دی.