کور / اقتصادي / کندهار: د صنعتي فابريکو مسؤولين دبرېښنا او نورو ستونزو څخه سر ټکوي

کندهار: د صنعتي فابريکو مسؤولين دبرېښنا او نورو ستونزو څخه سر ټکوي

د کندهار د صنعتي فابريکو مسؤولين له يو لړ ستونزو څخه سر ټکوي او پر حکومت ږغ کوي چي د ستونزو په له منځه وړلو کي جدي هڅي وکړي، ترڅو دوی وکولای سي خپل توليدات په ښه کيفيت بازار ته وړاندي کړي.

د صنعتي پارک د فابرېکو مسؤولين وايي، چي د برېښنا نه شتون ئې د توليد پر وړاندی تر ټولو ستر خنډ دی.

ياد مسؤولين چي نن ئې په کندهار ولايت کي د والي، ښاروال او نورو چارواکو سره خپلي ستونزي شريکولې وويل، چي په صنعتي پارک کي برق نه لري، د خپلو شخصي جنیټرانو فعالیت یې لګښتونه ډیر کړي او په تاوان کي روان دي.

د فابريکو مسؤلينو زياته کړه، چي د ځمکو لپاره یې د اړوند ادارو له لوري سند ملکیت نه ورکول کېږي. همداراز  د اصولو خلاف د فابریکو په مینځ کي د ګاز شرکتونه جوړ سوي دي، چي دې کار ګڼي ستونزي راولاړي کړي دي.

دوی وويل،  د کجکي بریښنا وقفو دوی ته زيات زيان اړولی دی، ددې ترڅنګ په صنعتي پارک کي د امنیتي ستونزو ډیریدل او په هلته خپلسري ملکیتونه جوړیدل هغه عمده ستونزي دي چی دوی ورسره لاس او ګرېوان دي.

په ورته مهال د کندهار چارواکي وايي، چي د يادو ستونزو په له منځه وړلو کي به د صنعتکارانو سره بشپړه همکاري وکړي.

د کندهار د بریښنا رئیس امان الله فاروقي وايي ، چي راتلوونکو څو ورځو کي د ډیزلي بریښنا ستونزه حلیږي او برق به بیرته د مهال ویش له مخي جاري سي.

په کندهار کي ګڼ شمېر فابرېکې د برېښنا د نه شتون له امله تړل سوي دي.