کور / راپور / د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ډزي سوي

د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ډزي سوي

په کشمير کي دهندي او پاکستاني پوځيانو ترمنځ د ډزو په تبادله کي څلور ملکي وګړي وژل سوي دي.

پاکستان وايي، چي پر کنټرول کرښه د هند پوځيانو پر پاکستاني لوري ډزي وکړې چي په نتيجه کي ئې د دوو ماشومانو په ګډون درې ملکي وګړي وژلي دي.

پاکستان وايي، په اسلام اباد کي به د هند سفارت ته ددغه بريد په هکله احتجاج وکړي.

خو د هند د پوځ وياند د وندر انند وايي، چي د پاکستاني لوري څخه د هند تر ولکې لاندي کشمیرباندی د توپونو ډزي سوي او يوه مېرمن ئې وژلې ده.

هندي چارواکي وايي، چي د پاکستاني بريدونو په پايله کي ګڼ شمير څاروي هم وژل سوي دي.

د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر پر سر شخړه ډېره پخوانۍ ده، خو دا کړکېچ وروسته له هغه نور هم ترېنګلی سو چي کله د روان ۲۰۱۹ کال په می مياشت کي هند د کشمير نيمه خپلواک حيثيت ختم کړ.