کور / راپور / ترکي ولسمشر اردوغان وايي:د امريکا د فشارونو سره سره به په سوريه کي اوربند ونه کړي

ترکي ولسمشر اردوغان وايي:د امريکا د فشارونو سره سره به په سوريه کي اوربند ونه کړي

ترکي رسنۍ وایي، ولسمشر اردوغان ويلي، چي د امريکا د فشارونو پروا به ونه ساتي او په سوريه کي به خپلو عملياتو ته دوام ورکړي.

اردوغان نن يوې خبري غونډي ته په وينا کي وويل، چي ترکيه به په سوريه کي اوربند اعلان نه کړي او تر هغو به ئې عمليات روان وي، تر څو چي د ترکيې سره پر پوله ئې په سوري خاوره کي (د امن سيمه) رامنځ ته کړې وي.

دا پر داسي مهال ده چي امريکا پر ترکيې تازه بنديزونه لګولي او وايي، دا کار ئې پر سوريې د ترکيې د بريدونو د بندولو لپاره کړی دی.

په دغه بنديزونو کي چي ولمسشر ټرمپ تاييد کړل، د ترکيې درې وزارتونه تور نوملړ ته اچول سوي او دهغوی بوديجه کنګل سوې ده.

دغه درې وزارتونه د دفاع، کورنيو چارو او انرژۍ وزارتونه دي چي په امريکا کي به ئې شتمني کنګل سي. همداراز د يادو وزارتونو پر وزيرانو هم بنديزونه لګول سوي دي.

د سپینې ماڼۍ لخوا په خپره سوې اعلامیه کي ویل سوي، امریکا به همداراز پر ترکي پولادو ګمرکي مالیې ۵۰ سلنو ته لوړې کړي او د سوداګرۍ د یوه تړون په اړه به ورسره خبرې ودروي.

ترکيې وروسته له هغه د سوريې په شمال ختيځ کي پر کردانو بريدونه پيل کړل، چي امريکا له سوريې څخه دخپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ.

کردان چي د داعش پرضد جګړه کي ئې مهم رول لوبولی د ترکيې لخوا د ترهګرو په سترګه ورته کتل کېږي.

ټرمپ له سوريې څخه د ځواکونو د ايستلو د پريکړي پر سر د سختو غبرګونونو سره مخ دی او ويل کېږي چي دغه پرېکړي د ترکيې ځواکونو ته لار پرانستل چي پر سوريه بريد وکړي.