کور / اقتصادي / ايف اې ټي ايف: پاکستان به تر فبرورۍ په خړ ليست کي وي، که اصلاح نه سو تور ليست ته ئې اچوو

ايف اې ټي ايف: پاکستان به تر فبرورۍ په خړ ليست کي وي، که اصلاح نه سو تور ليست ته ئې اچوو

د ترهګرو د مالي سرچينو د وچولو اداره (ايف اې ټي ايف) وايي، چي د راروان کال فبروروي مياشتي پوري به پاکستان په خړ ليست کي وساتي.

دغې ادارې ويلي، چي پر پاکستان ئې ږغ کړی، ترڅو د ترهګرو د مالي سرچينو د وچولو او د هغوی سره د مرسته کونکو پرضد ګامونه اوچت کړي.

د پاکستان په تړاو د يادي ادارې غونډه د چهارشنبې په ورځ د فرانسې په پلازمېنه پاريس کي وسول او پکي د ترهګرو د مالي ملاتړ پر ضد د پاکستان د اقداماتو ارزونه وسوه.

ددغې غونډي ګډونوالو وويل، چي تر دا مهاله پاکستان د ترهګرو د مالي ملاتړ پر ضد جدي اقدامات نه دي اخيستي، خو د وروستي اخطار په توګه ئې د را روان کال تر فبروروي پوري وخت ورکړی چي په دې هکله عملي ګامونه پورته کړي.

د ترهګرو د مالي سرچينو د وچولو  اداره وايي، چي که په دغه موده کي پاکستان د ترهګرو د مالي ملاتړ څخه لاس وا نه خيستی او پر ضد ئې ګامونه اوچت نه کړل، نو په نړيوال تور ليست کي به شامل سي.

پاکستان په نړيواله کچه د ترهګرو ملاتړی هيواد بلل کېږي، چي سيمي او نړۍ ته ئې جدي ګواښ پېښ کړی دی.