کور / #PTM / موږ د پي ټي ايم پيروان د عدم تشدد له لاري د خپل قام لپاره انصاف غواړو

موږ د پي ټي ايم پيروان د عدم تشدد له لاري د خپل قام لپاره انصاف غواړو

ليکنه: حقوقپوه حسین اغا

موږ د پښتون تحفظ مومنټ پي ټي ايم ( پښتون ژغورني غورځنګ)دعدم تشدد پيروان  يو.  موږ پښتون قام پښتون ځوان د مهذبي معاشرې پرخوا بیایو چي قام حق او ناحق وپیژني، حلال رزق او ارام رزق و پیژني، کرپټ او باکرداره خلګ و پیژني، قامي خواخوږي او ځاني خواخوږي وپیژني، د قام دوست او دښمن و پیژني، د قام لوټ مار او د قام غازی و پیژني، د کردار او د اقتدار غازي و پیژني، د قام رهبر او د قام رهزن و پیژني،  تاریخی هیرو او د قام تاریخي  غداران  وپیژني، د قام د سیاست بنسټګر او د قام سوداګر وپیژني، وطن و پیژني، پښتو و پیژني، ثقافت و پیژني، نظریه و پیژني، د احمدشا ابدالي او د میرویس نیکه ملي لار اوملي خدمت و پیژني، د غازی عبدالله خان اڅکزي، فقير ايپي ، حاجي صيب د ترنګزو او دغسي نورو مبارزو تاریخ او د پيرنګي خلاف کوټلي مزاحمت او جنګونو تاريخ  و پیژني.

د حق مخنیوی فرعون نه دی کړی، مسولیني نه دی کړی، نیپولین نه دی کړی، هیټلر نه دی کړی او داسی د دي ملک ډیکټیټرانو نه دی کړی، پنجابي استعمار هم نه دی کړی.  نو به ئې  دا دپاکستان وحشي ،خونخوار،بېرحمه،بزدل  فوج او دهغه قاتله اداره څنګه  د حق لاره وتړي! د حق په لار کي قرباني منصور ورکړي ده، اناالحق نعري ئې وهلي.

موږ د حق اواز د پښتون قام دبچو دا بيرحمه قاتلان جزا ته راوستل او دپښتون قام دلوټل شوي وسائلو دغلو تور مخونه و پښتون سپیڅلی قام ته ښکاره کوو.

 هو موږ غریبان یو، موږ اربونه کهربونه روپي نه لرو، خو پښتني/افغاني ایمانونه مو مضبوط دي. زموږ جنګ د افغاني ایمان دی، د افغاني پیمان دی، د افغان وطن دی، د افغان وسایلو دی.

 زموږ سرونه حاضر دي، میدان حاضر دی، پښتون وطن دی، د غیرت او د ایمان وطن دی، د شهیدانو او د غازیانو وطن دی.

 موږ به یا غازیان سو یا به شهیدان سو، خو د شهادت لار پر موږ ودانه ده. که شهیدان سو ارمان هم نه کوو، نه بولټ پروف موټران لرو، نه پلازې لرو، نه سرمایي لرو چي راڅخه پاته سي.ضمیر مو مطمین دی، نه مو د قام سودا کړې.

 ظالمان دي  همت وکړي په شهیدانو کي به اضافه وسي، د قيديانو شمير به زيات سي . دکورو به بي کوره  کيږو، پورته کول او غاٸب کول زموږ دتحريک سپىڅلي مبارزه او مقابله لا نوره تیزوي .

شاعر وايي:

 لار که هر څومره اوږده ده خو ستومانه نه یو۔ ۔   موږ پر خپل کړي بغاوت باندی پښېمانه نه یو

 زموږ تړلي لاس او ستا درني درني څاپیړي ۔ ۔ ۔   دا خو به جانانه په حساب کي راولو

 اوس د حساب او دعمل وخت په را نژدې کېدو دی.