کور / راپور / کراچي کي پاکستاني ځواکونو درې وزيرستاني لارۍ چلونکي په ډزو وژلي دي

کراچي کي پاکستاني ځواکونو درې وزيرستاني لارۍ چلونکي په ډزو وژلي دي

 

د پاکستان کراچي ښار ته څېرمه پر لويه لار د وزيرستان درې موټرچلونکي د پوليسو لخوا په ډزو وژل سوي او ګڼ نور کسان ژوبل دي.

دا پېښه د کراچي پر سپر های وې باندي هغه مهال رامنځ ته سوه، چي کله د موټر چلونکو او پوليسو ترمنځ لفظي شخړه رامنځ ته سوه.

عيني شاهدان وايي، چي د پوليسو سره تر جنجال وروسته رنجرز ځواکونه سيمي ته راغلل او پر ډرېورانو ئې بې درېغه ډزي شروع کړې چي پکي درې د وزیرو کسان ووژل سول او د لسو په شاوخوا کي نور ژوبل سول.

وژل سوي کسان د شمالي وزيرستان د رزمک او د وسلې تحصيل اوسېدونکي دي.

پر خواله رسنيو يو ويډيو خپره سوې چي ښيي ځيني پښتانه په وينو کي لت پت پراته دي.

د کراچي د جناح روغتون مسؤولين وايي، چي د پيښي له ځايه دوی ته درې مړي او درې ژوبل کسان ور وړل سوي دي.

په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازي محسن دا پېښه په کلکه غندلې ده او ويلي ئې دي چي د سند حکومت دي ژرترژره د يادي پيښي په هکله څېړني وکړي.

ښاغلی داوړ وايي: “د کراچۍ پر سپرهای وې سړک پر ټرانسپورټرانو ناترسه برید په کلکه غندم، د سیند له حکومته غوښتنه کوم چي د پېښې پلټنه وکړي او پکي لاس لرونکي کسان د قانون منګولو ته وسپاري”.

عيني شاهدان وايي، چي دوی به د جنازو سره په کاټور کي په سړک دپاسه احتجاج کوي او چي څو پورې په ډزو کوونکو کسانو مقدمه نه وي درج سوې احتجاج به جاري ساتي.