کور / راپور / ولسمشر غني: ترهګر به پر جوماتونو د بريدونو له لاري خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي

ولسمشر غني: ترهګر به پر جوماتونو د بريدونو له لاري خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي

په ننګرهار کي د پرون ورځي خونړۍ پېښي په کور دننه او نړيواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي او دا پېښه بشرضد جنايت بلل سوی دی.

تېره ورځ د ننګرهار د هسکي مېني په جودرې سيمه کي د جمعې د لمانځه په جومات کي چاودنه وسوه چي ۶۴ کسان ئې  شهيدان کړل او تر ۴۰ زيات نور ژوبل سول.

دغه چاودنه داسي مهال رامنځ ته سوه چي خلک د جمعې پر لمانځه ولاړ وه.

يو عيني شاهد وايي: “زه له جوماته د پینځوس میټرۍ په فاصله دباندې ولاړ وم چاودنه وسوه، جومات خام وو ځکه ټول را ونړېد، زما په نظر دا ځانمرګی برید وو”.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی وايي، چي چاودنه په جومات کي دننه په محراب کي د ځای پر ځای سویو چاودېدونکو موادو له امله هغه وخت سوې چي خلک د لمانځه په دویم رکعت کي وو.

يو بل عيني شاهد وايي: چي کله امام قرائت شروع کړی، چاودنه وسوه، زه هم په ځان نه يم پوهېدلی، تر خاورو لاندي وم. کله چي ئې له خاورو را وايستلم ومي ليدل چي ډېر کسان شهيدان سوي دي. زما دوه زامن او يو وراره هم په شهيدانو کي وه.

افغان ولسمشر اشرف غني دا بريد غندلی او ويلي ئې دي چي ترهګر به په داسي بريدونو خپلو موخو ته ونه رسېږي.

له ارګ څخه په خپره سوې اعلاميه کي د ولمسشر غني له خولې ويل سوي: ”ترهګر او د دوی ملاتړي به هیڅ وخت هم پر جوماتونو، روغتونونو، ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د بریدونو په ترسره کولو خپلو شومو مقصدونو ته ونه رسېږي، ځکه زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه به دوی په هر ځای کي ولټوي او نابود به یې کړي. ”

ملګرو ملتونو هم ياد بريد غندلی او ويلي ئې دي چي په بريد کي ککړ کسان به په سزا ورسېږي.

د بخښني نړيوال سازمان هم بريد په سختو ټکو غندلی او دا ئې جنګي جرم بللی دی.

که څه هم په ننګرهار کي طالبان او داعش ډله فعاليت لري، خو تراوسه کومي ډلي د بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

طالبانو په يوه اعلاميه کي ياد بريد غندلی دی او ويلي ئې دي چي دا کار دوی نه دی کړی. خو د أفغان ولسمشر دفتر یې پړه پر طالبانو ور اچولې او ویلي یې دي چي د طالبانو ډله د بریدونو په کولو او هم نورو تروریستي ډلو ته د زمینې په برابرولو سره په افغانستان کي د تاوتریخوالي ذمه واري پر غاړه لري.