کور / راپور / مسلم ليګ(ن) ګوند د حکومت پرضد د مولانا فضل الرحمن د مارچ ملاتړ کړی

مسلم ليګ(ن) ګوند د حکومت پرضد د مولانا فضل الرحمن د مارچ ملاتړ کړی

په پاکستان کي د حکومت مخالف سياسي ګوند جميعت علماء اسلام (ف) د اکتوبر مياشتي پر ۲۷ نېټه په اسلام اباد کي د يو ستر مارچ تابيا نيولې ده.

ددغه ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وايي، چي دغه مارچ ئې د ازادۍ په نوم نومولی او موخه ئې داده چي لومړی وزير عمران خان به استعفاء ورکوي او بيا به له سره ټاکني کېږي.

مولانا وايي، چي اوسنی حکومت د درغليو له لاري راغلی دی او په هيڅ وجه مشروعيت نه لري.

عوامي نيشنل پارټۍ هم د مولانا د مارچ ملاتړ کړی او ویلي ئې دي چي د هغه سره به په دغه لاريون کي ګډون کوي.

تېره ورځ په لاهور کي مسلم ليګ  ګوند هم د مولانا سره په دغه لاريون کي د ګډون ژمنه وکړه.

د مسلم لیګ ډلې صدر شهباز شریف د جمعې په ورځ لاهور کې د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان سره د لیدو کتو وروستو خبریالانوته وویل د تحریک انصاف حکومت پرضد به د جمعیت علما اسلام احتجاجي تحریک کې پوره برخه اخلي.

شهباز شريف وويل، چي اوس ټول خلګ پر دې متفق دي چي بايد اوسنی حکومت استعفا ورکړي.

بل خوا د پاکستان حکومت ځينو چارواکو ويلي، چي اسلام اباد کي د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د ازادۍ مارچ مخه به نيسي او پرې به نه ږدي چي مولانا او پلويان ئې اسلام اباد ته ولاړ سي. خو د مولانا پارټۍ ويلي، که حکومت په زور ګوته ووهي دوی به هم تشدد ته لاس واچوي.