کور / #PTM / ملابهرام: استخباراتي ادارې د تشدد ترڅنګ راته وړانديز کاوه، چي د پي ټي ايم څخه لاس واخلم

ملابهرام: استخباراتي ادارې د تشدد ترڅنګ راته وړانديز کاوه، چي د پي ټي ايم څخه لاس واخلم

 

تېره ورځ د پښتون ژغورني غورځنګ يو مخکښ او فعال ملابهرام د پاکستاني رياست له زندان څخه راخوشي سو.

ملابهرام د راخوشي کيدلو وروسته وويل، چي د پاکستان استخباراتي ادارې ورته ويلي چي د پښتون ژغورني غورځنګ څخه لاس واخله.

ملابهرام وايي، چي د نيول کيدو پر مهال او همداراز په زندان کي پرده باندي ډېر تشدد سوی دی.

نوموړی وايي، چي په زندان کي استخباراتي چارواکو په وارو وارو ده ته وړانديز وکړی، چي د پښتون ژغورني غورځنګ څخه لاس واخلي نو تاته به مراعت درکړو.

ملابهرام وايي: “پر موږ یې ډېر تشدد وکړ. له ما سره یې بیا بیا رابطه وکړه چي له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه لاس واخله نو موږ به تا ته مراعات درکړو. ما ورته وویل چي زموږ قام چي نن سبا له څنګه ترهګرۍ سره مخامخ دی او له کوم حالت سره مخامخ دی نو زموږ هوکړه به یوازې پر دې وي چي تاسو له دې کاره لاس واخلی”

د هغه په خبره، لا هم د پښتون ژغورني غورځنګ ډېر غړي د رياست په زندانونو کي شپې سبا کوي.

په ورته مهال د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، چي ددوی غوښتني د هيڅ يو قانون سره په ټکر کي نه دي، دوی د خپل قام لپاره د خپلو حقونو ږغ اوچت کړی دی او په هيڅ تشدد کي لاس نه لري. خو رياست بيا هم د هغوی غړي نيسي او اوس هم ډېر کسان پرته له کومی ګناه په زندانونو کي پراته دي.

ښاغلی پښتين وايي:  “قیوم اتمانخېل ، قیوم ملازی ، کاکا شفیع ترین او قاسم اڅکزی د بلوچستان په جېلونو کي دي خو ناظم ظاهر نورزی لا نده مالوم چي دوي چيري وړی دی.”

ده زیاته کړه چي “ملا طاهر په کراچي کي ، شېراز مومند په اټک کي ، کریم لالا په مردان کي ، بلال پښتون ، عارف وزیر ، جمشید او دوست محمد په هريپور ، انور پښتین ، شاه فیصل غازي ، احنیف پښتین او ورسره دوه نور کسان د بنو په زندان کي او مصطفی پښتین د ټانک په زندان کي بند دی.”

پاکستانی رياست او خفيه ادارو د پي ټي ايم ډېر کسان د لاريون پر مهال وژلي هم دي او نه پرېږدي چی پښتانه دي د خپل حق ترلاسه کولو لپاره اواز اوچت کړي.