کور / راپور / په هسکه مېنه کي پر جومات بريد د افغانانو پراخه غوسه راپارولې ده

په هسکه مېنه کي پر جومات بريد د افغانانو پراخه غوسه راپارولې ده

تېره ورځ د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالي کي د جمعې د لمانځه پر مهال جومات کي چاودنه وسوه چي ۶۴ لمونځ کونکي ئې شهيدان کړل او تر ۴۰ زيات کسان پکي ژوبل سول.

دا پېښه داسي مهال وسول چي خلګ د جمعې د لمانځه په دوهم رکعت کي وه.

دې بوږنوکي پېښي د هيواد په لراوبر کي د خلګو غوسه راپارولې ده اود ترهګر ۍ پرضد ئې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

پر خواله رسنيو هم ګڼ شمېر افغانانو د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو پرضد کمپاين پيل کړی او د ترهګريزو مفکورو د شنډلو لپاره ئې هڅي پيل کړي دي.

که څه هم په ننګرهار کي د دغې پېښي پړه کومي وسلوالي ډلي پر غاړه نه ده اخيستې، خو په دغه ولايت کي  د طالبانو او داعش ډلي فعاليت لري.

طالبانو تېره ورځ په يوه اعلاميه کي دغه پېښه وغندل او پکي لاس لرل ئې رد کړل، خو افغان حکومت بيا وايي، چي طالبانو په خپلو بريدونو سره نورو ډلو ته د ځانمرګو چاودنو لار هواره کړې ده نو ځکه د ټولو بريدونو مسؤوليت د طالبانو پرغاړه دی.

دا بريد د ملګرو ملتونو په ګډون نړيوالوسازمانونو او د هيوادونو چارواکو هم غندلی دی.

په دې وروستيو کي د ملکي وګړو مرګژوبله په بېساري توګه لوړه سوې ده. د بشري حقونو سازمانونه وايي، چي هوايي بریدونه، ځانمرګي او د سړک غاړي ماينونو په دې وروستيو کي د سلګونو افغانانو ژوند اخيستی دی.