کور / #PTM / وزيرستان: ټانک علاقه کي د پوځ لخوا د ۱۳ کسانو د وژني پرضد خلګو احتجاجونه پيل کړي

وزيرستان: ټانک علاقه کي د پوځ لخوا د ۱۳ کسانو د وژني پرضد خلګو احتجاجونه پيل کړي

د وژني دا پېښه د ټانک او لکي مروت ترمنځ سيمه کي هغه مهال رامنځ ته سوې چي د سوريلو پر ګاډي وسلوالو کسانو ډزي وکړې او اووه کسان ئې پکي ووژل. همداراز په سيمه کي د نورو وسلوالو په ډزو کي هم ۶ کسان ووژل سول.

ځايي کسانو د وژل سويو کسانو مړي د احتجاج په توګه د ټانک کشمير چوک ته راوړي دي او له حکومت څخه غوښتنه کوي چي وسلوال کسان په لاس ورکړي.

دا احتجاج کوونکي او د وژل سوو خپلوان وايي خپلوان يې په سړک روان و او ووژل سو د دوی د چا سره دښمنۍ نه وي حکومت دې ورته ځواب اووايي چي خپلوان یې چا ووژل؟

په ډزو کي د يو وژل سوي ۱۲ کلن ماشوم سجاد تره  وايي، دغه ماشوم او نور ماشومان د مدرسې نه کور ته راوستل او په لار کي ورته ولاړو کسانو ترې پوښتنه وکړه چي شناخته کارډ وښايه او د شناخته کارډ په نه ښکاره کولو پرې وسله والو په سر ډز وکړ .

لعل بادشاه نومې تن چي خپلوان يې په ډزو کي وژل سوی وايي خپلوان يې کور ته په موټر سايکل په لاره راروان وو، او په لاره کي پرې ډزې سوي او وژل سوی دی.

د علاقې نه د صوبايي اسمبلۍ غړی محمود بېټنی تور لګوي دغه کسان چي ډزې يې کړي حکومت ته مالوم دي او زياتوي دوی د حکومت نه دغه کسان غواړي چي ګرفتار يې کړي.

ځايي قومي مشر حکيم مروت وايي، چي دا په ښکاره ډول د خفيه ادارو کار دی او په دې کار سره غواړي چي په سيمه کي ناامني او د قومونو ترمنځ نفرت خپور کړي.

په دې وروستيو کي د پاکستاني پوځ او استخباراتو لخوا د پښتنو وژني خورا زياتي سوي دي. تېره ورځ په کراچي کي د پاکستاني ځواکونو په مخامخ ډزو کي څلور وزيرستاني ډريوران ووژل سول او څلور نور ژوبل سول.