کور / راپور / په پکتيا کي يو قاضي د نامالومه وسلوالو له خوا په ډزو وژل سوی دی

په پکتيا کي يو قاضي د نامالومه وسلوالو له خوا په ډزو وژل سوی دی

د پکتیا ولایت احمدابا ولسوالۍ اړوند رود سیمه کې د لاهور په نوم یو قاضي چې د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ قاضي وو او د خپل زوی د واده مراسمو لپاره کور ته په رخصتۍ راغلی د خپل کور تر څنګ نامالومو وسله والو وژلی دی.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت وايي، چي تېره ورځ قاضي لاهور د کور پر خوا روان وو چي نامالومه وسلوالو ورباندي ډزي وکړې او وئې واژه.

حسرت وايي، نوموړي د پکتيا ولايت په (متاخان) ولسوالي کي کار کاوه او د يوې لنډي رخصتۍ لپاره خپل کور ته راغلی وو.

تراوسه کومي ډلي ددغه بريد پړه پرغاړه نه ده اخيستې.

دا په پکتيا کي د يوې مياشتي په ترڅ کي څلورمه هدفي وژنه ده.

.