کور / خبرتیا او پيغامونه / په هسکه مېنه کې پر جومات د ترهګریز برید له امله د واګ د خواشینۍ پیام

په هسکه مېنه کې پر جومات د ترهګریز برید له امله د واګ د خواشینۍ پیام

پرون جمعه (۲۶ میزان ۱۳۹۸) د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالې کې پر جومات په ترهګریز برید سره، زموږ ۶۲ تنه مؤمن لمونځ کوونکي شهیدان او تر شپېتو پورې زخمیان شول.
دا د افغانستان لپاره په عام او ودان افغانستان ګوند لپاره په خاص ډول ډېر دردوونکی خبر دی؛ همدا علت دی چې موږ تل د ناانساني جنګ خلاف، د اوربند او منطقي سولې غږ پورته کړی دی ځکه جنګ همېشه زموږ کور ته مرګونه و زخمونه او ورانۍ و زیانونه راوړي خو پردیو، په تېره بیا ګاونډیو مو په وینو او اوښکو کې پانګونې کړي دي.
موږ یووار بیا د جګړې پر ټولو اړخو غږ کوو چې هم پر ځان او هم افغانستان زړه وسوځوي؛ په اول ګام کې اوربند او بیا یوې باعزته و تلپاتې سولې ته لار خلاصه کړي چې نور د افغانستان لازیاتې بربادۍ، بشرۍ غمیزو او د ملي- اسلامي ارزښتو بدنامۍ ته د پای ټکی کېښودل شي.
همدارنګه د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت څخه هیله کوو چې د دغې وحشتناکې پېښې ټولو قربانیانو ته د هراړخیزې مرستې لاس ور وغځوي او عاملین دې یې کلک مجازات کړي.

ودان افغانستان ګوند
کابل- افغانستان
۲۷ میزان ۱۳۹۸