کور / شعر / خونړۍ هسکې مینې ته !

خونړۍ هسکې مینې ته !

هسکې مینې ، هسکې مینې ،
ځه په وینو اوښکو ژاړه ،
د پیغلوټوپه سالو کې ،
خپل تنکي ځوانان نغاړه ،
د زړې بوډۍ له زړه نه ،
دبمونو چاړې کاږه …. ؟؟؟

هسکې مینې ، هسکې مینې ،
ځه ویده ګرځه ، ویده شه ،
دغني غڼې دامو ته ،
په سرو وینو لا دعا کړه ؟؟
یوڅوک نشته چې درځارشي ،
یوڅوک نشته چې زخمی زړه دې پټۍ کړي ،
آه چې وو واړه درځارشول،
آه چې شته ټول په مزو دي ،
د ډالرو په خوشتو دي ؟

هسکې مینې ، هسکې مینې!
در واری شم هسکې مینې ،
نوره هسکه شمله مه ږده ،
نورحمزه نشته چې ننګ شي ،
نور زیار هم په ملا مات شو،
د زړه سواند درسره نشته،
لعل پا چا درته سرټیټ دی ،
موږه ټول په مړو شماره کړه ،
چې پرتا د زماني د شیطانانو،
دبمونو په ناتارکې ،
دوزخي اورونه اوري !؟

هسکې مینې ، هسکې مینې ،
درواری شم ، درواري شم ،
چې زخمونو ته دې ګورم ،
د سرو اوښکو په آینو کې …

هسکې مینې ، هسکې مینې !
د پیغلوټوپه سالو کې ،
خپل تنکي ځوانان نغاړه ،
د زړې بوډۍ له زړه نه ،
دبمونو چاړې کاږه …. ؟؟؟
دبمونو چاړې کاږه … ؟؟؟

خالق رشید
نوی ډیلی هند
د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر ۱۸ دجمعې ورځ