کور / خبرتیا او پيغامونه / کلفورنيا : د خپلواکۍ د ٨٩ مي کليزي په وياړ درنه غونډه او مشاعره

کلفورنيا : د خپلواکۍ د ٨٩ مي کليزي په وياړ درنه غونډه او مشاعره

دامريکي په کليفورنيا ايالت کي مېشت افغانان د ګران هېواد د خپلواکۍ کليزه لمانځي٠
په کليفورنيا کي افغاني کلتوري ټولنه د خپلو اساساتو سره سم د تېرو کلونو په سېر د اګست د مياشتي په ٢٤مه نېټه د ګران هېواد  افغانستان د خپلواکۍ د ٨٩ مي کليزي په وياړ درنه غونډه او مشاعره رابللي ٠
 په دي توګه خپلو ټولو غړو مينه و الو او ټولو اقغانو ته بلنه ورکوي چي په دي غونډه کي برخه واخلي او په په خپلو راتلو سره دا غونډه لا هم ښکلي او پرتمينه کړي٠
همدا شان هغه هېواد وال چي نشي کولای په غونډه کي برخه واخلي نوخپلي مقالي ،اشعار او ليکني دي  په لاندي بريښنا پتي مونږ ته راواستوي تر څو مونږ وکولای شو ستاسي ليکني او اشعار  په غونډه کي ګډونوالو ته وړاندي کړو٠
د يادوني وړ ده چي د دي غونډي په ويناوالو کي د هېواد نامتو تاريخ ليکونکۍ پوهاند داکتر محمد حسن کاکړ او د کابل پوهنتون پخوانۍ ښوونکۍ پوهاند داکتر سيد عبدالله کاظم او دلته مېشت نور مخور او نامتو ليکوالان او شاعران به خپلي وېناوي ګډونوالو ته ور واوروي٠
 alwatand@yahoo.com
 او يا په دي نمبر مونږ سره اړيکه ونېسئ :   5107507892