کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ښاغلي کرزي یوه یوازېنۍ هوښیاري

د ښاغلي کرزي یوه یوازېنۍ هوښیاري

د \”بي بي سي\” په انټرنټي تبلیغ پاڼه کي مي ولوستل چي ښاغلی کرزی د افغانستان د \”خپلواکۍ د ۸۹ تلین\”  فاتحه د غازي لوبغالي پر ځای د ارګ په ماڼۍ کي اخلي .د دفاع وزرات ویاند ظاهر اعظیمي  د دي لامل دا ښوولی چي ګواکي دولت نه غواړي د امنیني چارو د نیولو لپاره لاري او سړکونه د خلکو پر مخ وتړي .  د دولت دغه تایبا تر ډیره ځایه د منښت وړ ده، خو پوښتنه دا ده چي دولت د کومو سړکونو بندول نه غواړي .

د کابل ښار د ننه سړکونه خو په ګرد سره شخصي او دولتي \”خیرات خورو او خیرات چورو\” ټولنو د خپل امنیت لپاره د څو کلونو راهیسي د خلکو پر مخ تړلي دي .  د نویو سړکونو خبري ډېري تودي دي، خو تر اوسه چا لیدلي نه دي .  په ځانګري توګه د ۲۰۰۲ کال راهیسي خو  د دغو سړکونو د جوړولو روپۍ ډېر ځله اخستل شوي او په شخصي جېبونو کي تخته شوي دي . مانا دا چي پرته له هغو سړکونو چي خیرات چورو ټولنو بند کړي دي، نور داسي سړکونه نشته چي طالب جنګیالي منزل ته ورسوي .

ظاهر  اعظیمي زیاتوي، \”موږ هڅه کوو چي دغه راز ملي ورځو لمانځل خلکو ته وليږدو،موږ او تاسو به يو اعلان کوو چي نن زموږ ملي ورځ ده،خلک دي جشن وکړي او پروگرامونه دي جوړ کړي .\”
که د ښاغلي اعظیمي وینا په غور سره ولولو، دلته هر پوښتنه بله پوښتنه زیږوي ِ:
دملي ورځو نمانځل به خلکو ته څنګه ولېږدول شي ؟ دا به څنګه ملي ورځ وي چي ولس نه وي خبر او دولت سهار وختي اعلان وکړي چي نن ملي ورځ ده او تاسي کولای شئ چي ویي لمانځئ . خلک به څنګه په یوه ورځ کي ډول او د اتڼ جامي تیاروي؟ پېغلي به څنګه په دومره لنډ وخت کي  په نکریزو د امان الله خان نوم پر لاسونو لیکي؟  که کومه بله ملي ورځ وي، د هغي لپاره به ولس څنګه تیاری نیسي؟

که د ظاهر اعظیمي پر دي وینا \”موږ هڅه کوو چي دغه راز ملي ورځو لمانځل خلکو ته وليږدو،موږ او تاسو به يو اعلان کوو چي نن زموږ ملي ورځ ده،خلک دي جشن وکړي او پروگرامونه دي جوړ کړي\”، یو ځل بیا نظر واچول شي، نو سړی پوهېږي چي دا اعلان یي د پاکستان او ایران لپاره دی .  ځکه چي جشن او پروګرامونه سړی ولس ته نه شي لېږلای، که یي کولای شي، نو دا لیږد به بیا نورو ته وي . او په دي اکر کي زموږ ګاونډیو ته . د ملي ورځو نمانځل مالوم وي . وخت یي ټاکلی وي . ځای یي ټاکلی وي . هر چا تیاري ورته نیولي وي . خو که داسي په یوه اعلان او هغه هم په \”غیر مترقبه\” ډول نماځل کېږي، نو هغه به پاکستا
 ن او ایران وي چي  زموږ \”غیر مترقبه\” خو له بده مرغي \”تل پېښې\” ناکامي نمانځي . آی اېس آی به په خپلو پادو کي داسي اتڼ وکړي چي له امریکاسره یي د پاکستان د واده پر ورځ هم نه  وي کړی .


خبر زیاتوي : \”خو ددفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي دا نه مني چي گواکي سږکال د خپلواکۍ مراسم د امنيتي انديښنو له کبله په ارگ کي تر سره کيږي چي ولسمشر کرزي ته تر ټولو خوندي ځاى دى .\” ښاغلی اعظیمي یوخوا وایي چي امنیتي اندېښني شتون نه لري، خو بلخوا په خپله دا مني چي تر ټولو خوندي ځای د ښاغلي کرزي لپاره ارګ دی . مانا دا چي په افغانستان کي بي له ارګه هېڅ امنیت نشته . ټول ولس ته خو خوامخوا په ارګ کي ځای نه ورکول کېږي، بلکي هغو \”څو کسانو\” ته چي له ټول ملت څخه ډېر ارزښت لري .  سربېره پر دي زه بیا هم د دولت د دي تابیا پلوي کوم . ځکه چي افغانان خو بي له دي هم بي شمېره ستونØ
 �ي لري . نو دغه د سړکونو ستونزه خو یې، خدایه شکر، کمه شوه .

پوښتني خو ډېري دي، خو یوه بله پوښتنه دا ده چي که امنیتي ځواکونه د خلکو امنیت وساتي، نو د امنیتي ځواکونو امنیت به څوک ساتي؟ د مجاهېدینو د ناکامۍ ورځ چي نمانځل کېده، تر پېرودل شویو  برخوالو او نندارچیانو امنیي ځواکونه ډېر وارخطا ول او له نندارچیانو څخه په ځغاسته کي څو کېلومتره وړاندي ول . له بده مرغه چي پر دغه ورځ  د المپیک لوبي زموږ په وطن کي نه نمانځل کېدې، کنه نو ټول د سرو مډالونه به  افغان امنیتي ځواکونو ګټلي وای . یو ځل بیا باید له \”بده مرغه\” ووایم، ځکه چي هغه مډالونه به بیا دوستم او د شمالي ټلوالي سپیو ته ورکول کېدل .  خو دا شوني ده چي دوی به په رښ
 تیا سره ګټلي هم وای، ځکه چي د \”تېښتې\” په لوبه  کي خو دوی تر ټولو ښه دي .
د \”بي بي\”  خبر زیاتوي چي \”يوازي د خپلواکۍ څلي ته  به گلونه يوړل شي او بس .\”  د ظاهر اعظیمي دا خبره ماته د کمونستانو او لویدیزي دروغجني ولسواکي نړی هغه دود راپرزړه کوي چي د خپلو لارښودانو مړیستونونو ته د ګلو ګېډۍ وړي . خو هغوی دروغجن ځکه نه ښکاري چي دوی خو د مړو تلین نمانځي، نه خپلواکي . د امریکا د بهرنیو چارو د وزیري \”کوندي سروا\” -چي زموږ په میلیونونو وږي ماشومان یي له کنسروا او شوروا سره غلظ نه کړي-په وینا \”لکه چي ښاغلي کرزي په رښتیا هم تر اړتیا ډېر سیاست  زډه کړی دی .\”  دا ځل د تلین ورځ د خپلواکۍ په نامه نماځي . خو زه بیا هم د ده دي تابیا ته په درنو سترګو
 ګورم .  ځکه چي ښاغلی کرزی پوهېږي چي په کوم وطن کي \”کم و زیات\” ۶۰۰۰۰ – کم زیات ځکه وایم چي سمه ګڼه خو یي ښاغلي کرزي ته هم نه ده مالومه –  (شپېته اویازره)  بهرني پوځونه پراته وي، هغه هم چي په  \”بي بي ۵۲\” کي د بمبارد پر زور راغلي وي، خپلواکي خپل جاج او مانا له لاسه ورکوي .
زه خوښ یم چي ښاغلی کرزی په زړه کي دومره پوهېږي چي هر ورځ مو د همدي متمدن او پرمختللیو ځناورو له خوا ماشومان، هره ناوي او زوم وژل کېږي . نو کومه د خپلواکۍ ورځ ونمانځي؟  زه په دي اند یم چي ښاغلی کرزی یوازي او یوازي د هغو ولسي شهیدانو تلین نمانځي چي یا هم د جاهل الطلبا جنګیالیو په چړو وژل شوي دي او یا هم د متمدنو ځناورو په بمونو .

که کوم دولتي چارواکی لیک لوست کولای شي او زما لیکنه یي ولوستله، نو زما لخوا څخه د ښاغلي کرزي ته سلامونه او نېکي هیلي وړاندي کړي . وروسته له سلامه د زما هغه نښه ورته ووایي چي څو کاله مخکي مي یوه لنډۍ ورته واوروله . لنډۍ په لاندي ډول ده :

ما درته وېل ول- ول به یي نه کړې
ډېر یي پر ورانو زلفو مه وهه لاسونه